کور / تازه خبرونه / د حضرت محمد ص د مبارک معراج په ياد لمانځغونډه جوړه سوه

د حضرت محمد ص د مبارک معراج په ياد لمانځغونډه جوړه سوه

د حضرت محمد ص د مبارك معراج شريف په وياړ دغه لمانځغونډي چي له تېري ورځي راهيسي رواني دي او سبا ورځ به پاى ته ورسيږي دنن ديكشنبې ورځ يي لاريون ته ځانګړې وه.
د حضرت محمد ص د مبارك معراج دغه لمانځغونډي چي د خرقې شريفي په جامع جومات كي تر سره كيږئ زرونو خلګو پكښي ګډون كړي دي .
د خرقې شريفي ناظم حاجي محمد نسيم اخندازاده وايي چي د دې ډول لمانځونډو جوړولو څخه يي موخه د خلګو د اذهانو روښانول دي او داسي ورځي بايد هر څوك په يو ډول نه يو ډول ولماځي .
ښاغلي محمد نسيم اخندزاده همدارنګه وايي چي ددوى سره په دې مراسمو كي د كندهار د اوسېدونكو ترڅنګ د پلازميني كابل په ګډون دزياتو ولايتونو څخه ديني عالمانو او خلفاوو ګډون كړي.
د نوموړي په خبره چي د خداى تعالي يا رجب د مياشتي اوويشتمه چي د حضرت محمد ص د معراج د شپې سره سمون خوري په دې درې روځني مراسمو كي د كابل څخه روحاني مشر پير سيد ابراهيم ګيلاني هم ګډون كړئ چي ددوى دې
لمانځغونډو ته يي لا ځلا وركړې ده .
د خرقې شريفي ناظم حاجي محمد نسيم اخندزاده د كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا څخه مننه وكړه چي له دوى سره يي په دې او نورو مذهبي مراسموكي خاص لاس نيوى كړي او زياتوي چي ټولو دولتي ادارو ددې ډول لمانځغونډو پر مهال له دوى او د راتلونكو خلګو سره خاصه همكاري كړي او زموږ لپاره يي يو ارام او لازم چاپيريال رامنځ ته كړئ دي .
وروسته دمعراج شريف د ورځي د لمانځغونډي ګډونوال او د كندهار ښار زرونو ګډونوالو په كندهار ښار كي چي رانګارنګ بيرغونه يي په لاسونو كي وه د ښار په بېلا بيلو برخو پلي او په موټرونو كي يو پراخ لاريون تر سره كړ.
د يادوني وړ ده ،چي د خرقي شريفي متوليان او خدمتګاران هر وخت مذهبي ورځي په ډېره مينه لمانځي په ځانګړي توګه د معراج او ميلادالنبي ورځو مراسم ان تر درو شپو او ورځو پوري دوام لري چي هر كال د كندهار تر څنګ پكښي دنوروولايتونو زرونه ګډونوال ګډون كوي.