کور / تازه خبرونه / په زابل کې د اوبو د تصفيه کيدو دستګا فعاله سوه

په زابل کې د اوبو د تصفيه کيدو دستګا فعاله سوه

په زابل کې د لمړی ځل لپاره داوبو د تصفيه کولو يوه پایه ماشین د زابل ښاروالی ته د یو ایس آى ډي له خوا
ورکول سو.
ددي ولايت ښاروال وايې چې دا دستګا د د پو لک امريکايې ډالرو په ارزښت د نوموړي موسسي له لوري جوړه سوي ده او ددي سره سم په په دي ولايت کې د پاکو اوبو کچه ډېره سي.
هغه وايې چې دا دستګا په څلرويشتو ساعتونو کې شاوخوا دېرش زره ګيلنه اوبه تصفيه کولاى سي او کيداى سي کوم چې يو سل او شل زره ليټره کيږي.
د ښاروال د څرګندونو له مخي چې ددي دستګا د فعاله کيدو سره سم به د ښاروالۍ عوايد هم پورته سي او دوى تمه لري چې ډېر خلک به پاکي اوبه پيداکړي.
په زابل ولايت کې د نوي دستګا د جوړيدو خبر پر داسې مهال ورکول کيږي چې په دي وروستيو کې ددي ولايت په مرکز کې ځيني پروژي پلي سوي او ځيني يې تر کار لاندي دي.
ددي ولايت وګړي له دولت څخه د اساسي پروژو د پلي کيدا غوښتنه لري او وايې چې بهرني مرستندويان دي په دي برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.