کور / تازه خبرونه / کندهار: د امنيت په باب غونډه وسوه

کندهار: د امنيت په باب غونډه وسوه

کندهار والي نن د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار ښار د ناحيو له مشرانو او امنيتي حوزو له آمرينو سره په ليدنه کي د امنيت پر ټينګښت او ثبات باندي خبري وکړې.
والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په ننۍ ليدنه کي د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د ښاروالۍ د ناحيو له مديرانو هم مننه وکړه چي په خورا حساسو شرايطو کي يې د سولي لپاره کار کړى او همېشه يې په دې برخه کي دوامداره هڅي کړي دي.
نوموړي زياته کړه چي د کندهار ښار امنيت په دې وروستيو کي خورا زيات ښه سوى او دغه ښه والى د يادو دواړو ادارو د ګډو کارونو او هڅو نتيجه ده چي بايد پسي همداسي وساتل سي.
هغه د حوزې له آمرينو او ناحيو مديرانو وغوښتل چي ورته خپلي ستونزي او مشکلات ووايې ترڅو ورته د حل لاري پيدا سي او په آينده کي يې مخه ونيوله سې.
والي پر هغوى ټينګار وکړى چي بايد هرڅوک په خپله خپله مربوطه ساحه کي د دولتي مځکو د غصب مخه ونيسي او زورمندان پرېنږدي چي په غير قانوني توګه کارونه مخته يوسي.
د حوزو آمرينو او د ناحيو مديرانو ټولو په خپلو خپلو خبرو کي د ورته ستونزو يادونه کوله، دوى ويل چي د دولتي مځکو غصب، د ښار په پاکي او صفايي کي د خلکو کمه ونډه، د عام المنفعه تاسيساتو ناسمه ساتنه، ښاري پاسپورت او د لويي ويالې دواړو غاړو ته نژدې جوړ سوي دوکانونه هغه ستونزي دي چي لا هم ددوى د کارونو په مخ کي خنډونه جوړوي.
د پوليسود حوزو آمرينو غوښتنه وکړه چي د پوليسو د معاشونو تر لاسه کولو لپاره دي د مربوطه بانک څانګي نوري هم زياتي سي ترڅو پوليسو ته نوري اسانيتاوي برابري سي.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال د حوزو له آمرينو سره د ليدني پرمهال وويل چي بايد په اوونۍ کي يو ځل د ناحيې له مديرانو او ملا امامانو سره ليده کاته وکړي او دهغوى سره د اړوندي ناحيې او حوزې پر ستونزو او مشکلاتو خبري وکړې.
هغه زياته کړه چي په دې توګه به ددوى ترمنځ اړيکي زياتي سي او په نتيجه کي به يې هغه ستونزي او مشکلات چي چي دامهال پراته دي په سمه توګه حلي سي.
کندهار ښاروال وروسته وويل چي موږ او تاسي ټول وظيفه لرو تر څو خلکو ته د ارام ژوند برابرولو، د تعليم زميني مساعدولو، د عامه سيمو د ساتني او د ښار د ښکلا ساتلو په برخه کي تر وسه وسه کار وکړو.
هغه زياته کړه چي بايد ټول په ګډه کار وکړي څو د غاصبينو او زورواکانو څخه مځکي او دولتي مکليتونه را خلاص سي او بيرته دولت ته وسپارل سي.