کور / تازه خبرونه / صديقي : د نشه يي توكو د مبارزه لپاره مو نوي پلانونه نيولي

صديقي : د نشه يي توكو د مبارزه لپاره مو نوي پلانونه نيولي

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل په ګډون يې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه نوي پلاونونه تر لاس لاندې نيولي دي.
د ياد وزارت وياند صديق صديقي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت جدي پرېکړه کړې، چې په هېواد کې به د نشه يي توکو په وړاندې جدي مبارزه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه مبارزې له پاره د کورنيو چارو وزارت يو شمېر نوي پلانونه په نظر کې نيولي، چې د کابل په ګډون به په يو شمېر ولايتونوکې پيلي او جدي څېړنې به وکړي.
که څه هم نوموړي دغه پلاونونه تشريح نه کړ، خو زياته يې کړه، چې نوى پلان به سر له راتلونکې اونۍ څخه پلى کېږي.
ښايي د کورنيو چارو وزارت دغه پلان د سترو قاچاق وړونکو او قاچاق د مخنيوي ترڅنګ په ښارونو کې د نشه يي توکو دهغه وړو لاس پلورونکو او نشيانو مخنيوى وي، چې دا مهال يې د کابل په ګډون په ګڼ شمېر ښارونو کې
شمېره مخ په ډېرېدو ده.
د ټولو ولايتونو اوسېدونکي په تېره بيا کابل ښاريان هم له ټولو امنيتي ارګانونو او په تېره بيا له کورنيو چارو وزارت څخه په کلکه غواړي، چې په ښارونو کې د نشه يي توکو د وړو پلورونکو مخه ونيسي، ځکه چې د دوى په وينا د همدغه کسانو له لاسه ډېرى ځوانان بې لارې او د جنايي جرمونو کچه ورسره
لوړه شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند هم وايي، چې دوى د نشه يي توکو د مبارزې له پاره کلکې مټې رابډوهلې او هڅه کوي، چې د نشه يي توکو د قاچاق په کلکه مخنيوى وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې برخه کې د ملي پوليسو تر څنګ سرحدي پوليسو ته هم کلکه سپارښتنه شوې، چې د هېواد په ټولو پولو د نشه يي توکو د قاچاق او قاچاق وړونکو په کلکه مخنيوى وکړي او مجرمين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
صديقي وايي، دا مهال په کور د ننه د کال پنځه ميليونه ډالر د نشه يي توکو له قاچاق څخه کورنيو پلورونکو ته په لاس ورځي، چې ورسره د نشيانو شمېره ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده.
دى وايي، چې د کال له پيل راهيسې د کابل په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې په ټونونو نشه يي توکي او دغه راز سلګونه لوى او واړه قاچاق وړونکي د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي
دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د زرګونو ديني علماو په ګډون په يوه غونډه کې له ديني علماوو او ملا آمامانو څخه وغوښتل، چې د نشه يي توکو د کر او قاچاق له دونيوي او
اخروي زيان څخه د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي، تر څو په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق بند شي.