کور / تازه خبرونه / نوربه له دولتي موټرو شخصي كټي وانه خيستل شي

نوربه له دولتي موټرو شخصي كټي وانه خيستل شي

د کورنيو چارو وزير سترجنرال بسم الله محمدي وايي، نور به په هېڅ ډول هېڅوک ونشي کولاى، چې له دولتي موټرو څخه شخصي او ناوړه ګټه پورته کړي.
د محمد دغه څرګندونې نن د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د هغه له لوري د يوه پيغام په ترڅ کې خبريالانو ته په يوه خبري ناسته کې وکړې.
د کورنيو چارو وزير دا پيغام په داسې حال کې ورکړى، چې ګڼ شمېر عام وکړي، له امنيتي ځواکونو څخه سرټکوي، چې له دولتي موټرو ناوړه او شخصي ګټه پورته کوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم وايي، چې په دې کار سره عام وګړي له دولت څخه سخت ناراضه شوي، چې اوس يې د کورنيو چارو وزارت په وړاندې جدي مبارزه پيل کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزير په يوه ليکلي پيغام کې ټولو امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې وروسته له دې د هېڅ دولتي موټر څخه شخصي ګټه پورته نه کړي.
صديقي وايي، د دغه کار د مخنيوي له پاره يې يو منظم پلان جوړ کړى، چې سر له راتلونکې هفتې به بې له قيد شرطه په ټولو دولتي کارکوونکو عملي شي.
نوموړي دا هم وايي، چې د کورنيو چارو وزارت په نويو او ګټورو پلانونو سره هڅه کوي، چې د جنايي جرمونو کچه راټيټه او د پاى ټکى ورته کېږدي.
دى وايي، چې د جنايي جرمونو سره د ښې مبارزې په موخه يې څه موده وړاندې يو شمېر افغان پوليس د زدکړو په موخه سعودي عربستان ته استولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې اونۍ وړاندې د کورنيو چارو وزارت د تورو ښيښو پاکولو او بې پلټېټه موټرونو د نيولو هم يو ګټور پلان په لاره اچولى وو، چې تر ډېره د کابل ښاريانو خوښ شو.
ښاريان همدا وايي، چې له تورو ښيښو او بې پلېټه او ان دولتي موټرو کې زياتره تښتوونې، او نور جنايي جرمونه تر سره کيږي، چې د کورنيو چارو وزارت يې بايد مخنيوى وکړي.