کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى سعودي عربستان ته ولاړئ

ولسمشر کرزى سعودي عربستان ته ولاړئ

د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي ولسمشر حامد کرزى د کابيني له ځينو غړو سره سعودي عربستان ته روان سو.
سعودي ته د ولسمشر کرزي د سفر هدف د دغه هيواد د کورنيو چارو د وزير شهزاده نايف بن عبدالعزيز په جنازه کي برخه اخيستل ښوول سوى دئ.
شهزاده نايف وړمه شپه د سويس په پلازمېنه جنيوا کي د ورپېښي ناروغۍ له امله مړ سو.
نايف له ١٩٧٥ کال راهيسي د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزير او په ٢٠١٠ کال د خپل ورور شهزاده سلطان بن عبدالعزيز تر مړيني وروسته د وليعهد په حيث وټاکل سو.