کور / تازه خبرونه / کندهار: د ولسواليو د همږغۍ غونډه جوړه سوه

کندهار: د ولسواليو د همږغۍ غونډه جوړه سوه

کندهار افغانستان_ په ميانشين ولسوالي كي د شمالي څلور ولسواليو د همږغي په غونډه كي چارواكو د ناامنه ولسواليو لپاره د ښه حكومتداري ، امنيت راوستلو او د سولي د پروسي پر غښتلتيا او د څلورو ولسواليو پر امنتي حالت يي خبري وكړي .
د دوشنبي په ورځ ميانشين ولسوالي ته هغه پلاوي چي د ولايت مقام د مرستيال عبدالقديم پتيال په مشري تللي پكښي ددفتر ريس ډاكټر پرويز نجيب ، د سكتوري ادارو ځئنو ريسانو د سولي د ولايتي كميټي مسولين او استازي ، د ارغنداب ، خاكريز ، شاولي كوټ او ميانشين ولسوالي ولسوالان او امنيتي چارواكي پكښي برخه اخيستي وه .
ميانشين په ولسوالي كي لومړيو د څلور ولسواليو ولسوالانو خپلي ستونزي ننګوني او لاسته راوړني بيان كړي .
د ميانشين ولسوال روزي خان د غونډي برخوالو ته وويل ولسوالي يي له تيرو شپږو كلونو راهسي د طالبانو په ولكه كي وه او د نهو مياشتو راهسي افغان ځواكونو پكښي ميشت دي هغه وايي چي تر دي دمه د بيارغوني ، صحت ، ښووني او روزني پكښي هيڅ څرك نه ليدل كيږي ولسوال روزي خان وايي تمه سته چي په نژدي راتلوونكي دا ستونزي حل سي ځكه ولسوالي يي ويجاړه او د يو ځاي رغول وخت غواړي .
په ياده غونده كي د خاكريز ولسوال عبدالقيوم هم په ولسوالي كي د ځينو ستونزو يادونه وكړه .
د ارغنداب ولسوال حاجي شامحمد احمدي او د شاولي كوټ ولسوال عبيدالله بيا په خپلو ولسواليو كي د سوو پرمختګونو يادونه وكړه هغه وويل چي په ولسواليو كي يي دولتي مامورين پوره ښه حكومتداري پياوړي او نسبي امنيت هم تامين دي .
د ميانشين ولسوالي په جوړه سوي غونډه كي د څلورو شمالي ولسواليو امنيتي مسولينو هم د خپلو ولسواليو امنتي حالت بيان كړ او له مركزي دولته يي غوښتنه وكړه چي ددوي سره د پوليسو د ليكلو پر روزلو كار وكړي او د محلي پوليسو ليكي دي ورته پياوړي كړي ترڅو دوي د واك سپارولو لپاره پوره تياري وينسي او د واك تر سپارلو وروسته د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي .
په غونډه كي د ځينو سكتوري ادارو ريسانو هم د شمالي څلورو ولسواليو امنتي او دولتي چارواكو ته ژمني وركړي چي خپلي يولړ پروژي به د ولسوالي د شوراګانو په مټ په كلو او بانډو كي پلي كوي چي په دي سره به د ښه حكومتداري برخه هم پياوړي سوي او هم به د ولسواليو خلګ پر كار سوي وي .
د سولي د ولايتي كميټي ريس حاجي عطا محمد احمدي د سولي د پروسي په اړه خبري وكړي هغه وويل چي دامهال د سولي پروسه په برياليتوب پرمخ روانه ده چي د همدي ولسواليو د اوسيدونكو او مسولينو همكاري ورسره هتمي او لازمي ده .
هغه وويل چي پيغامونه يي ټولو مرورو وړونو ته ليږي او تمه سته چي ياده پروسه تر دي هم بريالي سي .
ښاغلي احمدي وويل چي د كندهار د ټولو ولسواليو ولسوالانو ته يي مكتوبونه استولي ترڅو په هره ولسوالي كي لس كسيزه د سولي شورا جوړه او له مخي يي په ولسواليو كي د خلګو سره د سولي په اړه خبري وكړي او زموږ سره نژدي اړيكي ولري .
د غونډي په وروستيو كي د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال د غونډي د ارزيابي په ډول په خپله وينا كي داډول ناستي مهم او اړيني ځكه وبلي چي له مخي به يي په ولسواليو كي يو له بل سره بيلابيلي تجريبي شريكي سي .
ښاغلي پتيال او دولايت مقام ددفتر ريس ډاكټر فرويز نجيب د سوو پرمختګونو يادونه وكړه او ژمني يي وكړي چي په ولسواليو كي به پرتي ستونزي په وار سره حلوي .
هغه د محلي پوليسو دليكو پر تقويه كيدو هم خبري وكړي او ټيګار يي وكړ چي د محلي پوليسو د ليكو د قوي كيدو لپاره به د سيمي قومي مشران هم هلي ځلي كوي .
له دي سفره مخكي يادو چارواكو د كندهار په لوديځو دريو ژړي ، پنجوايي او ميوند ولسواليو كي هم ورته غونده كړي او په هم هغو ولسواليو كي يي د سوو پرمختګونو او ستونزو خبري كړي چي نتيجه يي مثبته وه.
مياشين د كندهار ښار شمال لويديځ لوري ته په ۱۳۵ كيلومتري كي پرته ولسوالي ده چي پوره شپږ کلونه ددولت د مخالفينو په لاس كي وه او له تيرو ۹ مياشتو راپديخوا ددولت تر كنټرول لاندي راغله چي دامهال يي اوسيدونكي زيات ځپلي او بيلا بيلو مرستوته اړتيا لري.