کور / تازه خبرونه / خوست والي:د ټيټ کيفيت پروژې پلي کول خيانت دی

خوست والي:د ټيټ کيفيت پروژې پلي کول خيانت دی

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي چې ګڼ شمير دملکي اونظامي ادارو مسوولينويې ملتياکوله دغبرګولي دمياشتې په ٢٩نېټه ديوشميرپروژو دکارونوڅخه دکيفيت دارزونې په خاطرليدنې وکړي.


په پيل کې خوست والي په اداري کمپليکس کې دبيارغونې دروانو پروژوڅخه ليدنه وکړه ،دپروژو کارونه يې ښه يادکړل  اړونده مسوولينوته يې سپارښتنه وکړه ترڅو دپروژو کيفيت ته جدي پام وکړي هرهغه شرکت چې دپروژې دپلي کيدو مسووليت لري بايد کارونه يې ترجدي څارنې لاندې وساتل شي.نوموړي اداري کمپليکس په دغه ولايت کې دبيارغونې په ډګرکې يوه لويه لاسته راوړنه وبلله چې دټولو ادارو دودانيوپه تکميل سره به داداروپه وړاندې ډيرې پرتې ستونزې هوارې شي.



له دې وروسته يې دګمرک دنويو جوړيدونکو تاسيساتو څخه کتنه وکړه اوپه تاسيساتوپورې اړوندټولې دبيارغونې چارې يې وڅارلې نوموړي دغه پروژوه دهېوادپه کچه يوه بنسټيزه پروژه ياده کړه کوم چې دميليونوډالروپه لګښت سره پلې کيږي چې په بشپړيدوسره به په ملي کچه دعوايدوپه زياتوالي اواقتصادي پرمختګ کې مثبت اغيزوکړي.


همداشان يې ددغه تاسيساتوپه داخل کې دهغه جوړيدونکي سترجومات دکاردبهيرليدنه وکړه چې په يووخت کې د٣٠٠تنولمونځ کوونکو دځايدوظرفيت لري  خوست والي دپروژې دپلي کيدو دشرکت له مسوولينو غوښتنه وکړ. چې ټول تاسيسات له معيارسره سم په ښه کيفيت سره جوړ کړي.


همد ا راز خوست والي داستقلال پارک څخه هم ليدنه وکړه اودښاروالۍ رياست مسوولينوته دنده وسپارله چې ديادپارک ورانې شوې ساحې په اساسي توګه جوړې کړي.