کور / تازه خبرونه / د ماين په چاودنه كې ١٣ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د ماين په چاودنه كې ١٣ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنگ وايي چې د وسلوالو
طالبانو لخوا د ښخ كړل سوي ماين چاودنه د دوشنبې په ورځ د څلوروبجوپه
شاوخواكې د موسى كلا ولسوالۍ شمال لوري ته د ژرندوپه سيمه كې د ولسي وگړو
پر موټر رامنځته سوې ده چې په پايله كې يې اته ولسي وگړي وژل شوي اوپنځه
نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا چې په وژل شويو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي
چې تردې مهاله په دې اړه دوى ته كره شميره نه ده وركړل شوې.

فرهنگ همدا راز وايي چې په همدې ورځ لس بجې د خواجه داد په سيمه كې څلورو
وسلوالو طالبانو غوښتل چې په لويه لارماينونه ځاى پرځاى كړي چې د ايساف
ځواكونو په هوايي بريد كې څلور واړه كسان ځاى پرځاى وژل شوي اوبل چاته
زيان ندى اوښتئ .