کور / تازه خبرونه / د ٢٧طالبانو د وژلو خبرورکړل شو

د ٢٧طالبانو د وژلو خبرورکړل شو

کورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د
عملياتو پر مهال ٢٧ تنه وسله وال طالبان وژلي.

د کورنيو چارو وزارت څخه لراوبر ته نن رسېدلې خبرپاڼه وايي، دغه وسله وال
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې
وژلي.

خبرپاڼه وايي، دغه عمليات په کابل ، کونړ ، ننګرهار ، نورستان ، کندز ،
فاریاب ، بدخشان ، زابل ، پکتیکا او فراه ولایتونو په اړوندو سیمو کې تر
سره شوي، چې د ٢٧ طالبانو د وژلو تر څنګ ٧ تنه ژوندي هم نيول شوي دي.

دغه راز سرچينه زياتوي، چې په یادو عملیاتو کې ۷ کیلوګرامه نشه یی توکې
او یوه اندازه وسلې او مهمات چې څلور میله پیکا ، ۱۳میله بیلا بیل ډوله
وسلې ، ۶۸ ډزه د درنو وسلو مرمي ، ۸۰ ډزه د سپکو وسلو مرمي ، ۵ کړۍ
ماینونه ، ۹۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ، یو پایه مخابره ، ۱۰ شاژورونه
او یو موټر دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.

خو وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼه په خپرولو سره چې يوه کاپي ېې
لراوبرته هم رسېدلې د کورنيو چارو وزارت دغه ادعا په کلکه رد کړې.

خبرپاڼه د مجاهد له خولې وايي، چې ملګرو پر يادو ولايتونو سره بېره په
ځينو نور ولايتونو کې هم په کورنيو او بهرنيو سرتېرو ٨١ بريدونه کړي، چې
له امله يې ګډو ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده
په کوته کړې.

مجاهد دا هم ويلي، چې ملګرو يې په پکتيا او کونړ ولايتونو کې د بهرنيو
ځواکونو درې بې پيلوټه څارګړې الوتکې هم رانسکورې کړې خو بهرنيو ځواکونو
او افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې سره په خوا د کورنيو چارو وزارت خبرپاڼه په ځينو ولايتونو کې د
ماينونو د کشف او شند تر څنګ په کابل کې د پوليسو له خوا د پنځو تنو غلو
چې جعلي بانګ نوټونه يې په ګټې سره ورکول، هم نيولي دي.

سرچينه وايي، دغه کسان يې د کابل ښار د لومړې ، اتمې امنیتي حوزو ، د
پغمان او بگرامی ولسوالیو د اړوندو سیمو څخه نیولي دي چې نیول شوي کسان
دم ګړى د ملی پولیسو تر څیړنو لاندې دي.