کور / تازه خبرونه / سېلابونو لږ تر لږه ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

سېلابونو لږ تر لږه ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

اسوشیټید پریس: تیره ورځ سختو اورښتونو او سیلابونو د بدخشان په ولایت کي لږ تر لږه ۱۳ تنه او د غور په ولایت کي ۲۴ تنه ووژل. د وژل سویو کسانو تر څنګ، سیلابونو په سلګونو کورونو او زراعتې مځکو ته زیان اړولۍ دی. د ملګرو ملتونو د بشري کومکونو دفتر (اوچا) وایې چي سیلابونو و زیانمن سویو سیمو ته د ورتګ لاري هم ویجاړي کړیدي چي له امله یې د بشرې کومکونو لړۍ هم د مشکله سره مخامخ کړیده.

د یادونې وړ ده، چي سږ کال سیلابونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کي، او په خاص ډول شمالې او غربې ولایتونو کي مرګ ژوبله را منځ ته کړی او ډیر کورونه یې ویجاړ کړیدي.