کور / تازه خبرونه / د زده کونکو د مسمومېدلو یوه بله پیښه

د زده کونکو د مسمومېدلو یوه بله پیښه

تیره ورځ د سرپل ولایت د حضرت امام زاده په ښوونځي کي د زده کونکو د مسموم کیدلو نښې هغه وخت ولیدل سوي ، چي ۱۰۰ تنه ښځینه زده کونکو د سر دردۍ، تبي او زړه بدۍ څخه شکایت شروع کړی. که څه هم د روغتون مسولینو د زده کونکو د ناروغیدلو لامل مسمومیدل ندي ښوولي خو دا ډول پیښې د سرپل په ولایت کي څو ځله رامنځ ته سویدي چي په نتیجه کي یې په سلګونو زده کونکې مسموم سویدي.