کور / تازه خبرونه / چارواکي: څلور وسله وال وژل سوي پنځه نيول سوي

چارواکي: څلور وسله وال وژل سوي پنځه نيول سوي

د زابل امنیتي چارواکي وایي د تیرو دوو ورځو راهیسي یې په مرکز کلات ،
شاه جوی او ښارصفا ولسوالۍ کې دنړیوالو ځواکونو سره یوځاى عملیات ترسره
کړي چې په ترڅ کې یې د زابل د امنیته قومندان مل پاسوال فضل احمد
شیرزاد په وینا په نوموړو سیمو کې څلور تنه وسله وال طالبان وژلی سوي او
پنځه تنه نور یې ژوندي نیولي دي .

د ښاغلي شیرزاد په خبره په نیول سویو کسانو کي دوه تنه هغه وسله وال
طالبان شامل دي چې په شاه جوي ولسوالۍ کې يې یوتن سیمه ایز پولیس تښتولی
وو او وروسته یې وژلی وو

امنیه قومندان وایي د وژل سویو او نیول سویو وسله والو طالبانو څخه یو
شمیر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي نوموړى زیاتوي چي په
یادو عملیاتو کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته کوم زیان ندى رسېدلئ .

د زابل امنیه قومندان دغه راز زیاتوي چې په مرکز کلات او ولسوالیو کې ملی
، سیمه ایز پولیس د نور ځواکونو په مرسته توانیدلي چي امنیت کابو کړي دئ.
زیاتوي چې اوسمهال په دې ولایت کې دامنیتي ځواکونو ترمنځ هم ښه همغږي سته
او بل خواه څخه د سیمي اوسیدونکي هم له افغان ځواکونو سره دامنیت په
راوستلو کې مرستي کوي.