کور / تازه خبرونه / افغان سفارت :پاکستان دې افغانان بې ځايه نه تنگوي

افغان سفارت :پاکستان دې افغانان بې ځايه نه تنگوي

اسلام آباد ـ : پدې ورستیو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د یو شمیر امنیتي مقاماتو له اړخه د افغانانو په هکله څرګندونې د پولسیو او نورو امنیتي مسئولینو لخوا د افغانانو د بيځایه تنګولو باعث ګرځيدلی. په ځانګړې توګه په کورنیو چارو کې د وزیراعظم مشاور ښاغلي رحمان ملک وروستۍ څرګندونو بیا هم د افغانانو ستونځې لازیاتې کړيدي.له تیرو درېو لسیزو راپردیخوا زیات شمیر افغانان خپل ورورهیواد پاکستان کې ژوند کوي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د افغانانو سره د پاکستان د ولس او حکومت د ورورولۍ چلند او نه هیریدونکو مرستو ته د قدر په سترګه ګوري او پرې زیات خوښ دې.همداراز دواړو هیوادونو پریکړه کړې چې د ولسونو ترمنځ تګ راتګ او هراړخيزه اړیکې باید لاپیاوړې شي تر څو ددواړو خواوو ولسونو د نږدې والي باعث شي. پداسې حال کې چې د خلکو تګ راتګ لپاره لازیاتې اسانتیاوې برابرې شي داسې لیدل کیږي چې د امنیتي ارګانونو لخوا یو لړ ستونځمن مقررات جوړشوي د مثال په توګه د پولیس ثبت نام چې د سپيشل برانچ لخوا تطبیقیږي او د افغانانو د بيځایه اذیت سبب ګرځي.
د یادونې وړ ده چې د امنيتي مسئولينو لخوا دغه راز چلند د دواړو خواوو د ولسونو د نږدي والي مخه نيسي او د خلکو تر منځ ناهیلي رامنځته کوي چې دواړه خواوې یی باید په بیړنۍ توګه مخه ونيسي.