کور / تازه خبرونه / هلمند : د نشيي توکو په وړاندي د مبارزې ورځ ولمانځل سوه

هلمند : د نشيي توکو په وړاندي د مبارزې ورځ ولمانځل سوه

د سه شنبه په ورځ د نیشه یی توکو په وړاندی مبارزی په غونډه كي د هلمند والي محمد ګلاب منګل دنشه يي توكوپر وړاند دمبارزې ريس سيداحمد ورور داطلاعاتواو كلتور ريس عليشامظلوم يار دولايت دمقام دنشه يي توكوپر وړاندي د مبارزې سلا كار حمدالله نوري دولايتي شوراغړي عصمت الله اسحاقزي قومي مشر احمد جان دښځو چارو ريسي جمیلي نيازي داصلاحي شوراغړو ګڼ شمیر قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون كړي وو.
په غونډه كي دهلمندوالی محمد ګلاب منګل وويل: چي په هلمند كي دتير كلونو په پر تله دكوكنارو كچه كمه شوی، او زیاته کړه چی کروندګر باید دکوکناروپرځای سږکال حلالو كښتونو ته مخه كړي او له کروندګرو څخه وغوښتل چی د په خوا په شان یوار بیا هلمند دغنمو ګدام په نوم یاد شی.

او ده وویل چي سږكال دكو كنارو دكمپاين پرمهال دیارلس پوليس شهيدان شوی اوڅلويښت نور يي ټپيان شوی دي اوافغانستان په ټولو ولايتونو كي هلمند دكوكناروداړولو او ترورریزم په لمنځه وړلو كي لومړی مقام لاسته راوړي دی.
ښاغلي منګل دامنيه قوماندانۍ له مسولينواوټولوپولیسو څخه مننه وكړه چي دكوكنارو داړولو پر مهال يي نه ستړي كيدونكي هلي ځلي كړي دي.

ديادوني وړ ده چي دنشه يي توكو پر وړاندي دمبارزي نړيواله ورځ دجون پر شپږ ویشتمه باندي په ټوله نړی كي لمانځل كيږي، ترڅوخلک دنشيي توکوپه مخنیوي کي مسولیت اداکړي اوپدې توګه افغانستان اونړی له دي شره وژغورل شی.