کور / تازه خبرونه / سړک غاړي بم محلي پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

سړک غاړي بم محلي پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله


نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کندوزښار په حضرت سلطان سېمه کې دعامه نظم ساتنې
یوعراده ټانک هغه مهال په ماین وخوت کله چې دیادی سېمې څخه دتیریدوپه حال
کې و، ویل کیږي ماین مخکې په یاده سېمه کې د وسلوالوطالبانوله لوري ښخ
شوی و.
د کندوز والې ویاند عنایت الله خلیق خبریالانو ته  د پيښې د پخلې ترڅنګ
زیاته کړه نن سهارد عامه نظم ساتنې پولېس سمې ته روان ووچې ناڅاپه
ورباندی د سړک غاړې ماین وچاوده چې په پایله کې دوه پولیس ووژل شول اودوه
تنه  ټپيان شول.
خلیق زیاته کړه په چاودنه کې دعامه نظم پولیسوسورلې ګاډی ته  هم زیات اوښتې.
د دغه برید پړه وسلوالوطالبانوپرغاړه اخیستې ده.
د وسلوالوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدرسنیو ته په رااستول شوي ټیلفون
پیغام کې ویلې په ياده پیښه کې ۷پولیس وژلې اوناڅرګندشمیرېې ټپيان کړیدی
نوموړی زیاته کړي  په یوعراده رنجراویوعراده ټانک دوه بیلې چاودنې ترسره
شویدی.
داپه داسې حال کې ده چې په همدې اونۍ کې د کندوز امنیه قومندانۍ
ویاندسیدسرور حسینې دخپلولاسته راوړنوپه اړه رسنیو ته ویلې و  په چرخاب
کې دوه ماین خښوونکې د ۳۵ کیلوګرامه چاودیدونکیوتوکیوسره نیولې دی.
وسلوالوطالبانو ادعاء کړی وه چې د کندوز په کټه خیلوسیمه کې بې پیلوټه
الوتکه رانسکوره کړی چې وورسته د دوی لخوا په ډزوویجاړه شوی وه خوویاند
سیدسرورحسینې دوسلوالوطالبانو دغه ادعاء بې بنسټه وګڼله اوزیاته کړی ېې
وه وسلوال طالبان اوس په کندوزکې دبریدونووس نلرئ.