کور / تازه خبرونه / په هریبور کې د دریو تنو ديني علماوو مړي وموندل شول

په هریبور کې د دریو تنو ديني علماوو مړي وموندل شول

پېښور :د خيبر پښتونخوا د هریبور په سیمه کې د دریو تنو بې درکه شویو ديني علماوو مړي وموندل شول.د تفصيلاتو ترمخه د خيبر پښتونخوا د مردان دتخت باي اوسيدونکی دیني عالم محمد رياض د محمد ايوب زوی، دصوابۍ حسن داد د رحمداد زوی او همدا راز د مومند ایجنسۍ اوسیدونکی عبدالحنان د عبدالخالق زوی، نژدې يو کال دمخه له خپلو سيمو د ناڅرگندو کسانو له خوا تښتول شوي وو او مړي د هريپور د افغان کډوالو د پنډغالي او همدا راز د ښار له نورو سيمو ترلاسه شول. مړي د هريپور د ډي ايم سي روغتون ډاکترانو خبريالانو ته ويلي چې د عدلي طب له تحقيقاتو په ډاګه شوي چې دغه کسانو ته زهرژني ستنې ورکول شوې دي او په وهلو وهلو يې د شمزۍ هډوکي هم مات شویدي.ددغو کسانو خپلوانو خبريالانو ته وويل چې دوي دری واړه ديني علماء وو او په سيمه کې له پاکستانی او افغاني طالبانو سره په اړيکو تورن وو.دخپلوانو دوينا له مخې دوي د پاکستان ستری محکمې ته د دغو علماوو د ورکي په اړه عريضې هم کړي وې او محکمې پدې اړه له چارواکو نه د مالوماتو غوښتنه هم کړي وه.د ي