کور / تازه خبرونه / افغانستان د توغندويي بريدونو په اړه پاکستان ته شکايت وکړ

افغانستان د توغندويي بريدونو په اړه پاکستان ته شکايت وکړ

اسلام آباد: په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوئ سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کر سره ولیدل او په یو شمیرمهمو موضوعاتو یی خبرې وکړې.دواړو خواوو کابل ته د پاکستان د صدراعظم راتلونکۍ سفر د دواړو هیوادونو لپاره مهم اوګټور وبللو. افغان سفیر ښاغلي داودزي هیله وښوده چې یاد سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لاښه کولو او د موجودو ستونځود حل لپاره د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې ګټورثابت شي.ښاغلي داودزي د کنړ په سرحدي سیمو د راکټي بریدونو له امله خپل ژور تشویش څرګند کړ او یاده يي کړه چې ټول افغانان په دغه بريدونو ډیر خفه او قهرجن دي او دغه بریدونه باید په بیړنۍ توګه ودرول شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه راز پيښې د تروریزم په ګټه تمامیږي او هم ددواړو هیوادونو ترمنځ د سوء تفاهم لامل کيداۍ شي.همداراز افغان سفیر وویل چې د څه مودې راهيڅې د پاکستان د امنیتي مسئولینو لخوا پاکستان کې ميشت افغانان بيځایه تنګول کيږي. ښاغلي داودزي د میرمن کر څخه وغوښتل چې د یادې ستونځې مخه ونيسي. هغه زیاته کړه چې دواړه هیوادونه د کډوالو په اړه په یو ګډ پلان کار کوي او افغان دولت په عزتمنده توګه د یو منظم پروګرام له لارې او په خپله خوښه د خپلو خلکو هیواد ته بیرته ستنیدل غواړي.ښاغلي داودزي د میرمن کر څخه وغوښتل چې د افغانستان د معارف کوم کتابونه چې کراچې بندرکې د ډیرې مودې راهيڅې بند دي هم باید خوشې شي.میرمن حنا رباني کر د دیر د پيښې ذکر وکړ او وویل چې یاده پيښه کې ددوۍ ۱۷ عسکر وژل شوي. نوموړې یاده کړه چې وسله والو د افغانستان له خاورې برید کړې او افغان دولت باید په راتلونکې کې د دا رنګ پيښو مخنیوې وکړي.د افغان مهاجرينو د موضوع په اړه یی وویل چې اړوندو برخو ته به لازم هدایت ورکړي تر څو دوۍ بيځایه تنګ نکړي.همداراز میرمن کر د افغانستان د معارف د کتابونه په باب وویل چې هغه موضوع حل شوې او پرون یی کراچې کې اړوندو مسئولینو ته هاغه لازم معلومات چې افغان سفارت ورسره شریک کړي وو سپارلي او هدایت یی ورکړې چې د افغانستان د معارف اړوند ۷۷ کانتینرونو ته افغانستان ته تللو ژر اجازه ورکړي.