کور / تازه خبرونه / په خوست کي دغصب پرضد نوي عمليات پيل کيږي

په خوست کي دغصب پرضد نوي عمليات پيل کيږي

په خوست کې ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،دسولې ولايتي کمېټې ،دعلماوو شورا ،امنيتي ،کشفي ،نظامي ،عدلي اوقضايي ارګانونو ګډه پريکړه وکړه چې دچنګاښ دمياشتې په ١٠نېټه سره له سبابه دخوست ولايت په مرکز او ولسواليوکې دغصب پرضدنوي عمليات پيل شي ترڅو ټولې پاتې غصب شوې ځمکې به دغاصبينو له منګولوڅخه راخلاصې کړي.

دځمکو غصب دافغانستان په کچه په ځانګړې توګه په خوست ولايت کې هغه جدي ننګونه ده چې په پراخه کچه يې ددولتي حاکميت ،ښې حکومتدارۍ ،اجتماعي عدالت ،بيارغونې ،امنيت ،پرمختګ اوښاري پراختياپه وړاندې جدي ستونزې اوګواښونه رامنځته کړي اوددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې يې دبيارغونې اوانکشافي پروژو دتطبيق مخه ډب کړې.

همداشان دغه ناوړه اوبدمرغه ننګونه دولسونوپه منځ کې تشويش پيداکړى دى اوډيرو بدمرغيو،فسادونو اوبې عدالتيوته يې زمينه برابره کړې ده ،په همدې خاطرولايتي ادارې له نورو ټولو مسوولوارګانونوسره ګډه پريکړه وکړه ترڅو دپرمختګ اوبيارغونې په وړاندې ددغه جدي ننګونې پرضد نوي عمليات پيل کړې په همدې ترڅ کې يې دکرنې او ښاروالۍ رياستونو ،امنيتي اوټولو کشفي ارګانونوته جدي سپارښتنه وکړه چې ددغه ناوړه پديدې دمخينوي لپاره ديوې منظمې تګ لارې اوقوي ميکانيزم په چوکاټ کې خپل عمليات سبا ورځ پيل او منظم کړي اوټول امنيتي ارګانونو بايد داسې تدابير اتخاذ کړي چې غاصبين ونيسي اودقانون منګولوته يې وسپاري.

ددې ترڅنګ يادو ټولو ارګانونو له ملي دفاع وزارت څخه غوښتنه وکړه ترڅوپه خوست ښارکې دخپلوټولو ملکيتونوبرخليک معلوم کړې کوم چې دخوست ښاردستراتيژيک پراختيايي پلان دتطبيق مخه يې نيولې اودټولو هغه پروژو دتطبيق په وړاندې خنډ ګرځيدلې چې دلوړو مقاماتو داحکامو مطابق مستحقو کسانوته ورکړل شوې دي اودا مهال ټولو مستحقينوپه ولايتي اداره باندې فشار وارد کړى چې بايد ددوى حقوق ورته وسپاري اوبرخليک يې معلوم کړي.

په خوست کې ټول امنيتي ارګانونه دځمکو غاصبينو ته خبردارۍ ورکوي چې ژر ترژره غصب شوې ځمکې پريږدې ځکه چې دټولو غاصبينو لېستونه ترلاسه شوې او دامهال مسوولو ارګانونوته په اختيارکې ورکړل شوي دي که غصب شوې ځمکې پرنيږدې له سخت قانوني چلند سره به مخامخ شي.

ديادونې وړده چې دوروستيو دوه کالونوپه جريان کې تر٢٦زرو څخه زياته ځمکه دغاصبينو له منګولوڅخه خلاصه شوې او دامهال په کې په يوشميربنسټيزو پروژو باندې ګړندي کارونه روانه دي.