کور / تازه خبرونه / د دوو وسلوالو د وژلو اونهو د نيول كيدو خبر ور كړل سو

د دوو وسلوالو د وژلو اونهو د نيول كيدو خبر ور كړل سو

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنگ وايي چي د جمعې په
شپه يوتن پوليس د ناوې ولسوالۍ په خسرآباد سيمه كې د د دوو طالبانو له
كمين سره مخ سوى چې نښته رامنځته او په پايله كي يې دوه تنه وسلوال
طالبان وژل سوي او ياد سوي پوليس ټپي سوى دى .
بل پلو د هلمند د والي امنيتي سلاكار عبدالعلي شمسي وايي چي په همدې شپه
د نوزاد ولسوالۍ په خاوي كلي كي د گډو ځواكونو لخوا د ځانگړيو عملياتو په
ترڅ كي ۴۵۰ كيلو گرامه تارياك ، دوه ميله كلاشينكوف او په تړاو يې نهه
تنه شكمن كسان نيول سوي دي .
د نوموړي په وينا چې نيول سوي كسان تر پلټنو لاندې دي او په دې عملياتو
كې ډزې نه دي شوې چې مرگ ژوبله هم نه لري .