کور / تازه خبرونه / کندهار: کليوالي شپه جوړه شوه

کندهار: کليوالي شپه جوړه شوه

دكليوالي دودونو ،رواجونو،اوكليوالي ژوند ديادساتلو په موخه دپنج شنبې په
شپه دكندهار په ورزشي لوبغالي كښي دكندهاري ځوانانو لخوا دښادمن ګام په
مالي مرسته په زړه پوري ميله ترسره سوه چه پكښي كندهار والي پوهنوال
ډاكټرتوريالي ويسا ، دولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال اوپه سلګونو
كندهاري ځوانانو ګډون پكښي كړي و.
دقران الكريم ترتلاوت اودافغانستان دملي سرود تر ږغولو ورسته دښادمن ګام
استازي جانان مومن داډول پروګرامونه دكندهاري ځوانانو لپاره اړين وبلل.
په وينا يي ډيري داسي ځوانان سته چه دپخوانيو رواجونو سره بلديدت
اواشنايي نه لري.
ورپسي كندهار والي پوهنوال ډاكټرتوريالي ويسا دكندهاري ځونانو په داډول
پروګرامونو په جوړيدو خوښي وښوده اوزياته يي كړه چه داډول پروګرامونه
دكندهار داصيل تاريخ ښكاره څرګندويي كوي كندهار والي همداراز دكندهاري
ځوانانو ځوانانو اوښادمن ګام دانوښت دستايلو وړ وبولي.
وروسته دولايت مقام مرستيال اوداطلاعاتو اوفرهنګ ځوان ريس عبدالقديم
پتيال، خبري وكړي ښاغلي پتيال وويل كندهاري فرهنګ دافغانستان په
تاريخ كښي ځانكړي ځاي اوسبك لري.
دده وينا كندهاريانو په هرډول حالاتو اوناامنه شرايطوكي خپل محلي دود
اودستور ترڅنګ محلي لوبي نه دي هيري كړي.
تر ويناو ورسته محلي لوبي پيل سوي چه هري لوبي په سرته رسولو سره
كندهاريان ډير خوښ ښكاريدل كوچيان چي دهري سيمي دښتي په دوي ښاسته دي او
دوْطن دسپيڅلوديوالونو حيثيت لري هم داميلي ته راغلي وه اودلي يي كيږدي
وهلي وي دوي هم داډول ميلو په جوړيدو سره ډيرخوښ ښكاريدل.
ديادوني وړ ده چه دكندهار ولايت مقام داطلاعاتو اوغرهنګ رياست دكندهاري
خصوصي شركتنو اوخيريه ټولونوپه پوره همكاري تل هڅه كړي ترڅودكلتوري
اوادبي ګامونو په اوچتولو سره دلوي كندهار لرغوني كلتور ژوندي وساتي چه
ښه بيلګه يي دكندهارولايت مقام اواطلاعاتو اوكلتوررياست له لوري دكندهار
دپخوانيو شاعرانو،اديبانو ،اوليكوالانو دشعري ټولګو ،ليكنو ،اودهغوي
دپيژندني دډول ډول كتابونوچاپول اود ښادمن ګام په همكاري دوروستي
كليوالي ميلي جوړيدل ياده ولاي سو.