کور / تازه خبرونه / هلمند: امريکا خپلي مرستي اوږدوي

هلمند: امريکا خپلي مرستي اوږدوي

د امريكا د دفاع وزارت د پاليسى جوړولو مرستيال ډاكتر جيمزاين ميلر د
هلمند له والي سره ترليدنې وروسته په يوه خبري ناسته كې وويل چې دې ولايت
ته يې د سفر موخه د بيا رغونې ، پرمختگ او امنيتي حالاتو څخه ليدنه او
ارزونه وه .
د نوموړي په وينا چې په تيرو لسو كلونو كې هلمند ولايت په هره برخه كې د
پراخو پرمختگونو شاهد دى او د هلمند له والي سره د راتلونكو لسوكلونو په
موده كې د افغان ځواكونو په پياوړي كولو او نورو برخو كې خبرې وكړې.
په همدې حال كې د هلمند والي محمد گلاب منگل وايي چې له ياد شوي امريكايي
چارواكي سره يې د امنيتي مسؤليتونو د ليږد په دريم پړاو ، د نيشه يي توكو
په مخنيوي او د افغان ځواكونو په تجهيز او ملاتړ خبرې وكړې .
د يادونې وړده چې څو ورځې وړاندې دې ولايت ته د خپل سفر په ترڅ كې په
افغانستان كې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي هم له ځايي چارواكوسره په
بيلابيلو موضوعاتو خبرې كړې وې .