کور / تازه خبرونه / د ٥٨ دولت ضد وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

د ٥٨ دولت ضد وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

د کورنيو چارو وزارت وايي، د ملي اردو، پوليس او بهرنيو ځواکونو په بېلا
بېلو عملياتو کې د دولت ٥٨ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دې وزارت څخه لراوبرته رسېدلې خبرپاڼه وايي، دغه عمليات په تېرو ٢٤
ساعتونو کې د هېواد په کونړ، نورستان، ننګرهار، هرات، لوګر، او خوست
ولايتونو کې تر سره شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې چې په يادو عملياتو کې ٤٤ تنه دولت ضد وسله
وال وژل شوي او ١٤ تنه نور يې ټپپيان شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دې وسله والو څخه يوه اندازه وسلې او
مهمات هم لاس ته ورغلي او دغه راز په ارزګان ولايت کې څلور کړى ماينونه د
امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړل شوي دي.
بل خوا خبرپاڼه د پکتيکا ولايت په يحيئ خيلو ولسوالۍ کې د يوه ماين
خښوونکي او په کابل کې د يوه موټر غلا کوونکي د بلفعل نيولو خبر هم
ورکوي.
خبرپاڼې په پورتنيو عملياتو کې د خپلې لوري د مرګ زوبلې په اړه څه نه دي
ويلي، خو وسله والو طالبانو د کورنيو چارو وزارت دغه څرګندونې په کلکه رد
کړې او په بېلا بېلو بريدونو او چاودنو کې يې د ګڼ شمېر افغان او بهرنيو
سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ويلي، چې ملګرو يې په بېلا
بېلو ولايتونو کې په افغان او بهرنيو ځواکونو ٦٢ بريدونه او چاودنې کړې،
چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره شمېره يې
نه ده په ګوته کړې.
مجاهد د تېرو څلورويشت ساعتونو په ترڅ کې يوازې د خپلو ٧ تنو ملګرو د وژل
کېدو پخلى کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د چارواکو په خبره يوازې تېره ورځ په نورستان
ولايت په کامدېش ولسوالۍ د پوليسو او وسله والو طالبانو په نښته کې د
شپږو پوليسو، ٢٤ ولسي وګړو په ګدون له ٥٠ څخه زياتو طالبانو ته مرګ ژوبله
اوښې.
خو وسله والو طالبانو په دغه جګړه کې د پنځو امنيتي پوستو د نيولو او دغه
راز د ١٥ پوليسو د وژلو خبر ورکړى دى.