کور / تازه خبرونه / غزني: پر ٣٠٣ بس چاودني مرګ ژوبله اړولې ده

غزني: پر ٣٠٣ بس چاودني مرګ ژوبله اړولې ده

نن د يکشنبې سهار د غزني ښار ته نيژدې د ماين چاودنه سوې چي له امله يې پنځه ملکي کسان مړه سوي دي.
د غزني چارواکي وايي پېښه د غزني ښار په سفندي سيمه کي هغه مهال رامنځته سوې چي له کندهاره کابل ته تلونکى ٣٠٣ بس پر يوه ښخ سوي ماين باندي تېر سو.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده بي بي سي ته ويلي چي په وژل سويو کسانو کي درې تنه د يوې کورنۍ غړي دي، چي يوه ښځه او کوچنى هم پکښي شامل دي.
تازه راپورونه وايي چي په دې پېښه کي د کندهار د عالي دارالمعلمين استاد او ليکوال عبدالاحد نهضتمل هم ژوند له لاسه ورکړى دئ.
د دې پېښي مسوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو معمولاً دغسي چاودني طالبان کوي او د افغان او بهرنيو پوځيانو د وژنو ادعاوي پکښي کوي.
په چاودنه کي پر پنځو مړو سربېره ١٣ کسان ټپيان سوي هم دي.