کور / تازه خبرونه / شاجوى: ۱۷۵۰ غریبوکسانو ته د کار زمینه برابره سوه

شاجوى: ۱۷۵۰ غریبوکسانو ته د کار زمینه برابره سوه

د زابل دشاجوى ولسوال غلام صدیق وایی د تیرو دریوورځو راپه دې خوایې د
دغه ولایت په شاهجوۍ ولسوالۍ کي ۱۷۵۰ غریب کسان د سیمي د بیا رغوني
اوکوچینولارود پخولو په موخه د یوي نړیوالي موسیسي CIDG په مرسته پرکار
اچولي .
نوموړي په یوه ځانګړي مرکه کی وویل چی پدی کار سره یی دیوي خوا دسیمه
ازګارخلک پرکاراچولي اودبلي خوابه دولسوالۍ ټولی کوچني لاري اوکوڅي ورغوي
.غلام صدیق زیاتوي چې دغه پروژه به اته میاشتي دوام ولری نوموړي دغه راز
وایی چې دیوشمیر نوروموسیسوسره یی هم دسیمه دبیا جوړوني په برخه کی خبري
کړی چی په وینا یی هغوی ورسره دنوروپروژودپلی کولوژمني کړي دی .
د شاجوى ولسوال په داسي حال کي په خپله ولسوالۍ کي خلکوته د کار زمیني د
برابرولو خبره کوي چی CIDG موسیسي په قلات ښار کي هم نږدې دوه نیم زره
کسان د کوڅو د پخولو په برخه کي پرکار اچولي .
اوس مهال په قلات ښار کي د رمپپ اوسی ای ډي جي موسیسوپه مرسته ډيري پروژې
پلي سوي دي چي د سیمي زیات شمیر کسان پکښی په کار ګمارل سوي دي .
یوشمیر ځایي اوسیدونکي وایي که چیرته نړیوالي موسیسي په قلات ښار کي خپلي
پروژې زیاتي کړي نوډیرى هغه کسان چي د سوال اوفقرسره مخ دي ورته به د کار
زمینه برابره سي.
او ورسره جوت به په دې ولایت کې د تاوتریخوالي پیښي راکمي اوپه امنیتی
برخو کي به د پام وړ مثبت بدلون رامنځته سي.