کور / تازه خبرونه / قبايلي طالبان: افغانستان ته به پر هر باروړونکي کانتینر برید وکړي

قبايلي طالبان: افغانستان ته به پر هر باروړونکي کانتینر برید وکړي

قبايلي طالبانو د پاکستان د حکومت له لوري د ناټو د ترانزیتي لارې پرانستل کېدا یو وحشیانه عمل وباله، ویې ویل چې دوی به د پأاکستان له لارې افغانستان ته پر هرې تلونکې باري نقلیه وسیلې برید وکړي.د قبايلي طالبانو ویندوی احسان الله احسان له ناڅرګند ځایه د ټېلفون له لارې رسنیو ته وویل:« له ناټو سره د ترانزیتي لارې د پرانستلو په برخه کې موافقه د پاکستان د حکومت د مرییتوب طبیعت ښيی، د لارې پرنستل کېدا د هغو عسکرو وینو ته نه درناوی ښيي چې خپل ژوند یې د سلالې په پوستو کې د پولو د ساتنې په مهال وبایلود.»د امریکا حکومت پرون/ سې شنبې/ وویل چې د پاکستان له لارې به په افغانستان د ناټو ځواکونو ته لومړني کانتینرونه نن/چهارشنبه/ ورسېږي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن د پاکستاني پوځیانو پر وژل کېدو خپله خواخوږي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهرسره څرګنده کړه.احسان الله احسان همداراز وویل:«موږ مخکې لا پوهېدو چې د ناټو ترانزیتي لار به ژر یا په یو څه ځنډ پرانستل شي، له همدې کبله موږ خپله ستراتیژي بشپړه کړه او افغانستان ته به د پاکستان له لارې پر هر کانتینر حمله وکړو.»ده همداراز وویل چې د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانستلو په برخه کې د پاکستاني چارواکو پرېکړه امریکا ته د هغوی د غلامانه فکر ښکارندويي کوي.دا په داسي حال کې ده چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسي د قبايلي طالبانو په پلمه د افغانستان د کونړ او نورستان پر سرحدي سیمو د درنو وسلو ګولۍ وروي او ادعا کوې چې د افغانستان حکومت د دې سخت دریځې ډلې ملاتړ کوي.