کور / هراړخیز / افغان زده کوونکي تشويق غواړي!

افغان زده کوونکي تشويق غواړي!

په هېواد کې د زده کړې روان بهير که څه هم ګړندی په مخ روان دی خو پکار ده، چې نوره توجه هم ورته وشي، او په مخکې يې پرتې ستونزې له منځه ولاړې شي.  د زده کړې له برکته موږ خپل خالق او مالک پيژندلی شو، د زده کړو په واسطه کولای شو، چې خپل ځان، هېواد، خاوره، او ولس وپيژنو، د ديني علومو په ترلاسه کولو کولای شو، چې د اخرت لپاره توخه برابره کړو او عصري علومو په ترلاسه کولو کولای شو، چې د سيال سره سيالي وکړو، د زده کړو له برکته هر انسان کولای شي، د ښه او بدو ترمنځ توپير په ښه توګه وکولای شي، ژوند په آرامۍ سره پر مخ يوسي، او د ژوند په هره چاره کې  بريالی وسي، مګر داچې اوس زموږ تاسو زیات شمېر هېوادوال د زده کړو له عظیم نعمت څخه بې برخې پاتې دي، دا هم زموږ د تېرو ناخوالو او کورنيو جګړو زيږنده ده، افغانان همېشه د خپل هېواد په تاريخ وياړي، چې هېواد مو ۵۰۰۰ کلن تاريخ لري، مګر نويو څيړنو او ترلاسه شويو اثارو ثابته کړې، چې افغانستان لس زره کلن تاريخ لري، دا اثار دوه مياشتې مخکې ترلاسه شول، او د څيړونو وروسته وښودل شوه، چې ترلاسه شوي اثار لس زره کلن تاريخ لري، يعنې لس زره کاله ترمخه جوړ شوي وه، موږ ته پکار ده، چې د پخواني تاريخ ترڅنګ په نوي عصر او نوي ټيکنالوژۍ ځانونه سمبال کړو، زموږ ګران هېواد افغانستان له کانونو او معدنونو څخه بډايه هېواد دی،چې پدغه برخه کې دنړۍ يو له سترو هېوادونو څخه بلل کېږي، خو متاسفانه چې موږ داسې څيړونکي او  متخصيصن نه لرو، چې داسې زيرمې کشف او د استخراج لپاره یې پلان وړاندې کړي، پدې برخه کې افغان حکومت ته په کار ده، چې يو شمېر هېوادوال د طبعي زيرو د کشف او استخراج زده کړو لپاره داسې هېوادونو ته واستوي چې هغوئ په ياده برخه کې ښې تجربې درلودلي وي، د نوي حکومت په راتګ سره خوشبختانه زموږ زیات شمېر هېوادوالو بهرينو هېوادونو کې د لوړو زده کړو ښې موقعې ترلاسه کړې، او په اعلی درجه يې پای ته ورسولې، چې نه يوازې خپلو کورنيو بلکه ټول افغانستان ته يې نيک نوم راوړ، او هېواد کې دننه ميليونونو افغان زده کوونکو ته د ابتدائیه زده کړو ترڅنګ د لوړو زده کړو موقعې هم ترلاسه شوې، الحمدالله د نوي حکومت په راتګ او د نړيوالو په همکارۍ مختلفو ولاياتو کې نوي پوهنتونونه او زيات شمېر د ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې، چې افغان بچي پکې خپلې لوړې زده کړې پرمخ بيايي، زده کړه په هر نر او ښځه فرض دی، همدې اصل ته په ليدو د هېواد په شمالي ولاياتو کې د تنکيو ځوانانو تر څنګ انجونې هم ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي، او دا فرض پوره کوي، مګر متاسفانه چې زموږ پښتون ميشتي ولایاتونو کې ډېر کم شمېر انجونې زده کړو ته پرېښودل کېږي، چې په نشت حساب دي، د زده کوونکو د هڅونې په موخه ولسمشر حامدکرزي څو ځله له زده کوونکو او محصلينو سره ليدلي، د هغوئ ستونزې يې په ورين تندي اوريدلي، په عاجله توګه يې د زده کوونکو د ستونزو حلولو لپاره اړونده مسوولينو ته کلکې سپارښتنې کړي، ممتاز زده کوونکي يې بهرنيو هېوادونو ته د زده کړې لپاره استولي چې د ښو پايلو سره يوځای هېواد ته راستنه شوي، تېره ورځ په خوست ولايت کې د يوې پراخې غونډې پرمهال په شاوخوا درې سوه شپېته تنه ممتازو زده کوونکو باندې د خوست ولایت مقام لخوا ځانګړې ډالۍ د دوئ د تشويق په موخه وويشل شوې، ياده  غونډه چې د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د ولايت مقام، د ادارو مسوولينو، مدني ټولنو، ژورناليستانو، قومي مخورو مشرانو، ممتازو زده کوونکو (انجونو او هلکانو) ګډون کړی وه، د غونډې په اوږدو کې د علماء شورا رئيس مولوی شاه محمد په خپله وينا کې وويل؛ د نړۍ هر هېواد کوښښ کوي، چې خپل نسل د علم په ګاڼه سينګار کړي، د نړۍ له سترو هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي، او کوښښ کوي، چې د سيالانو سره ځان سيال کړي، هغوئ ته هېچا هم د انتقاد ګوته ونه نيوله، ځکه هغوئ په علمي لحاظ رسیدلي قومونه دي، مګر موږ چې خپل ماشومان زده کړو ته لېږو د هغوئ ښوونځي سېځل کېږي، د نړیوالو سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک په سر راته د کافرو خطاب کېږي او د هغه نړيوالو په خلاف جهاد فرض ګڼل کېږي، چې دلته شتون لري، مولوی شاه محمد وويل داسې نده، د نړۍ نورو هېوادونو هم د سترو هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي، د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې اوس هم نړيوال ځواکونه د سراسري سولې په موخه پراته دي، او ښوونځي نه سوځول کېږي، خو زموږ هېواد کې چې هر څه روان دي، دا د علم د کموالي نتيجه، ده وويل که چيرته موږ علم ولرو د هيچا خبرې به راباندې تاثير ونکړي او نه به هم د چا له سيالۍ پاتې شوه، دخوست والي په خپلو خبرو کې په زده کوونکو غږ وکړو چې تاسو د راتلونکي مشران ياست، تاسو به د دې هېواد واګې په لاس کې نيسئ سر له ننه دې هېواد ته د سولې، آمن ترقۍ، آبادۍ، او يوالي لپاره لاس په کار شئ، او داسې وياړونه په برخه کړئ، چې د نړۍ نور اوسېدونکي تاسو ته ګوته په غاښ پاتې شي. د يادولو وړ ده، چې ياده غونډه د ممتازو زده کوونکو د هڅونې په خاطر جوړه شوې وه، د غونډې په پای کې د خوست والي لخوا پر ممتازو زده کوونکو ځانګړې ډالۍ هم وويشل شوې.
موږ په دې اند يو چې که چيرې د مرکز او ولاياتو مسوولين د زده کوونکو د هڅونې لپاره داسې پروګرامونه پر لار واچوي نه یوازې دا چې زده کوونکي به تشويق شوي وسي، له بل پلوه به دوی د مسووليت احساس وکړی شي، افغان حکومت ته پکار ده، چې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ د هېواد اوسنۍ طبعي زيرمو څخه په سمه توګه استفاده وکړي، د تعليم او تحصيل په برخه کې پرتې ستونزې که په هره برخه کې وي حل کړي، د دوی په دوامداره همکارۍ ممتازو زده کوونکو ته په بهرنيو هېوادونو کې د تحصيل زمينه برابره کړي، چې دا به زموږ د هېواد په راتلونکې مثبت اغيز ولري.
د باسواده، او ښکلي افغانستان په هيله