کور / سياسي / روسيه او چين دامريکا د اغېز کموي

روسيه او چين دامريکا د اغېز کموي

روسیه او چین هڅې کوي په ختیځ کې د امریکا آغیز راکم کاندی

۳۰/جون/۲۰۱۲

د روسیی او چین اړیکې پدی اخرو کلونو کی په بنسټیز ډول ښې شوي دي او دا مهال د غه دوه هیوادونه پدی لټه کې دي، چې خپلې هڅې همغږی کړي تر څو په سیمه کې د امریکی د متحده ایالتونو د اغیز پر وړاندې څنګ په څنګ ودریږي. پدې تړاو د فرانسوي تلویزیوني چینل، فرانس ۲۴ یو راپور خپور کړی دی، چې د سوریی په تړاو د دواړو هیوادونو له لوری په یوه خوله د امنیت شورا د پریکړه لیک ویټو کول، عملاُ د دغو دوو هیوادونو د ګډې جبهې ښودنه کوي. په همدې مهال د روسیي د ولسمشر سفر چین ته د دې د دې څرګندونه کوي، چی دا دواړه هیوادونه په نظامي برخه کې خپلې همکارۍ لا سره پراخوي.
د فرانسوی تیلی چینل ۲۴ په وینا د روسیی د شانګهای د همکارئ په سازمان کې د پوتین ګډون دا په ډاګه کړه، چې د دغو دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې وروسته له شلو کلونو ترینګلتیا څخه یو ځل بیا تودې شوې دي. نوموړی چینل زیاتوي، چې دغه اړیکې په ځانګړي ډول هغه وخت لا پسې نژدی کیږي کله چی موخه د غرب د نفوذ د خپریدا مخنیوی وي.
تیلی چینل وایي، چې د روسیی او چین تر مینځ د خورا تودو اړیکو نخښې نښانې هغه وخت رابرسیره شوې، چې چین ولادیمیر پوتین ته د بل هر وخت په پرتله خورا تود هرکلی ووایه. د دواړو هیوادونو مشرانو د سوداګریزو اړیکو په برخه کې یو لړ هوکړه لیکونه هم سره لاسلیک کړل او وعده یی وکړه چی دغه دوه اړخیزې اړیکې به لا سره پراخې او پیاوړې کاندی.
د چین ولسمشر هو جنتاو اعلان وکړ، چې روسیی او چین پریکړه کړې ده؛ تر څو په نظامي برخه کی خپلي اړیکی سره لا پیاوړی کړي. دواړه خواوې به په پوره ډول خپل ټول امکانات د دې لپاره په کار اچوي تر څو د دواړو هیوادونو د نظامی قواوو تر مینځ نوی رامینځته شوی دوستانه او ګرمې اړیکې همداسی ګرم وساتي.
د نوموړی چینل د راپور پر بنسټ د روسیی او چین تر مینځ تیر کال په سوداګریزه راکړه ورکړه کې ۴۰٪ ډیروالی راغلی دی. همدا راز دغو دوو هیوادونو د انرژۍ په برخه کې خپلې اړیکې پیاوړی کړې دي، چې له مخی به یی په ختیځ چین کی د دواړو هیوادونو د اتومي انرژۍ د تولید ګډه دستګاه او د روسیی په سایبریا کی د ګازو نللیکی جوړې شي.
د فرانس-۲۴ له قوله د دواړو هیوادونو تر مینځ د نژدي کیدا تر ټولو بنسټیز عامل دا دی، چې دوی تل د منځني ختیځ د کړکیچ پر سر د دواړو هیوادونو یو شان دریځ خپلوي. دواړه هیوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي او پدی ډول په شدت سره د سوریی د رژیم پر وړاندې د نړیوال فشار سره مخالفت کوي او د بشار الاسد د رژیم د پایښت لپاره د هر ډول فشارونو د کمولو په هڅه کی دي.
د روسیی ولسمشر، ولادیمیر پوتین څرګنده کړه، چې د روسیی او چین تر مینځ په یادو مسألو نظرونه یو شان دي او یا هم سره نژدي دي. نوموړی وایی، چې مونږ په ټوله کې د نړیوالو کړکیچونو او ستونزو د حل په موخه په ډیره لوړه کچه د ګډو همکاریو یوی هوکړې ته ورسیدو.
دواړه هیوادونه هڅه کوي تر څو په سیمه کی د غرب د مخ په ډیریدونکي اغیز مخنیوی وکړي.
د فرانس ۲۴ چینل سره په مرکه کی د آی سی این د سوداګرۍ انستیتوت استاد الکساندر میلنیک وویل چې دا مهال روسیه او چین غواړي د غرب پر وړاندې یوه ګډه جبهه رامینځته کړي او پدې توګه په ختیځ کې په کلکه د امریکا د متحده ایالتونو د نفوذ مخنیوی وکړي؛ نو ځکه خو دا دواړه هیوادونه د خپلو اړیکو د پیاوړتیا لپاره دوه اړخیز ستراتیژیکې او جیو پولیتیکی لیوالتیاوی ښیی. د دی تر څنګ ظاهراً د دوی تر مینځ اقتصادي ګډې ګټې هم سره لري. د نوموړي په وینا د کشمکش یو نوی ډګر رامینځته کیدونکی دی، چې یو لوری یی امریکا، بل یي چين او په مرکز کې یې روسیه ځای پر ځای شوي دي.
فرانسوي چینل زیاتوي چې پوتین د خپل سفر پر مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه غونډه کې هم ګډون وکړ چې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان هیوادونو لخوا رامینځته شوی دی. د چینل په آند د دغې سازمان موخه دا ده چې په سیمه کی د امریکا د متحده ایالتونو د نظامي پراختیا مخنیوی وکړي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان ته افغانستان، پاکستان، ایران او منګولیا د کتونکو په توګه وربلل شوي وو.