کور / تازه خبرونه / مومندو ایجنسۍ کې وسله والو یو ښوونځی ویجاړ کړی

مومندو ایجنسۍ کې وسله والو یو ښوونځی ویجاړ کړی

پېښور:وسله والو د خیبر پښتونخوا مومندو ایجنسۍ صافي سیمه کې یو بل ښوونځی ویجاړ کړی دی.په تېرو څو اوونیو کې وسله والو په دغه سیمه کې ګڼ ښوونځي ویجاړ کړي دي.په مومندو ایجنسۍ کې د ویجاړو شوو ښوونځيو شمېر ۸۸ ته رسېږي.په تېره مۍ میاشت کې اورپکو د مومندو ایجنسۍ په صافي ولسوالۍ کې د نجونو یوشمېر لومړني حکومتي ښوونځي ړنګ کړي دي.