کور / هراړخیز / خدای دي رښتيا او مېړونه نه سره مخامخ کوي

خدای دي رښتيا او مېړونه نه سره مخامخ کوي

په لر وبر ويبپاڼه کي مي دښاغلي ايمل پسرلي ليکنه (دنقد او سپکاوي ترمنځ واټن) ولوسته
زه نه دده دليکني اصلي موضوع او نه يې هغه مخالفين يادوم چي دبي بي سي دپښتو ويبپاڼي د کارکوونکو کړني يې غندلي دي. خو ما دبي بي سي دپښتوڅانګي سره ديوه خبريال په توګه زيات وکم پينځه کاله کار کړی دی او ډېر څه مي پکښي زده کړي دي.
ما دښاغلي ايمل پسرلي سره دکار په وخت کي هم ځکه ډېر احتياط کاوه چي زه يې کورنۍ ته په تېره ښاغلی محمد صديق پسرلی او ښاغلی اسدالله غضنفرته دپښتو ژبي دپالني په خاطر درناوی لرم. خپله دده تخليقي ليکني مي هم خوښيږي.
دپسرلي پښتوپاله کورنۍ په پښتنو کي دګوتو په شمېر کورنيو کي راځي او ما يې تل په هر بحث کي په وياړ نوم اخيستی دی.
خودښاغلي ايمل پسرلي په دې ليکنه کي ددغه پښتو ويبپاڼو چلوونکو څخه دوې خبري غوښتي دي. يوه يې دا ده چي ليکنه دي په اصلي نامه خپروي
بله خبره يې دا کړې ده چي که تور لګوي، ښکنځل کوي، ګواښ کوي دا نقد مه ګڼئ سپکاوی يې ګڼئ. په پای کي وايي که څوک ددغه پښتو ويبپاڼو له لاري تور لګوي،ښکنځل کوي او يا ګواښ کوي نو د ويبپاڼو چلوونکو څخه يې په لوېديځ کي قانون پوښتنه کولای سي. ددې وروستۍ جملې په مانا يې هرڅوک ښه پوهيږي.
زما په خيال بېله شکه دښاغلي ايمل پسرلي سره به په دې خبره کي هرپښتون هم نظره وي. خو زه غواړم چي دا خبره ورياده کړم
چي څونه دلوېديځ رسنيو او د لوېديځ خبريالانوکه په مستعار نامه ليکني نه وي کړي نو دمستعار نامه دلاري که دا نخښه رښتياده ژوند ته يې خطردی نوم يې نه يادوي خو د راپور ټول توکي چي کښته او پورته کوي بنسټ يې ټوله پر مستعاراتو ولاړ وي. تورونه لګول، ښکنځل له خپلي ګيډې اودخپلو غربي ګټو سره سم يوه ته ښه ويل او بل ته بد ويل. دا ټوله دهغي ژبي اصطلاحات دي چي دلوېديځ ليکوالان يې دافغانستان او نورو شرقي هيوادونو چي د دوی دګټو سره جوړ نه وي په خپلو ليکنو او راپورونو کي کار ځني اخلي. دا ډول راپورونه دلوېديځ په پښتو خپرندويه ادارو کي په ګډون دبي بي سي برابر هره ورځ ژباړل کيږي. ژباړه خو هلته پرېږده، دې ډول ژبي ته داسي توري اوډل کيږي چي مانا يې پسته او پر اورېدونکو بده ونه لګيږي. زما دخبري مقصد له ښاغلي پسرلي څخه دا دی چي هغه غربي خبريالان چي د افغانستان او پښتنو په باره کي له تعصبه ډکه درواغجن راپورونه ورکوي له هغو څخه ولي په لوېديځ کي قانون پوښتنه نه کوي؟

پښتانه څه ښه وايي
او او لره نظر پرخپل غوايي لره
زما په خيال دا کار هيڅوک هم نه ستايي چي په ليکنه کي دي يو څوک داسي توري وکاروي تش په نامه مسلمان او تش په نامه پښتون. خو اصلي خبره دا ده چي دغه ليکونکو دبي بي سي دپښتو څانګي پر کوم کار چي احتيجاج کړی دی. هغه مهم دی. تاسي چي په دې باره کي دغه ليکوالوته خپل سم سپيناوی کړی او که مو نه دی کړی زه په هغه کي بحث نه کوم.
خو ستاسي دنقد دکولو په ميتود کي له خپلو پښتنو څخه دونه لوړ توقعات او پرفکشينزم اودپرنګي سرکار په بي بي سي کي دمتعصبو غربي خبريالانو پر قضاوتونو او افسانوي روايتونه سترګي پټول سړي ته ديوه بام او دوې هواوي نقل ورپه يادوي.
اوس نو که يې دلوېديځ نازولي خبريالان دا ډول نيمکله راپورونه خپروي هغه دکاڼي کرښه بلل کيږي او پر فېسبوک باندي له نورو سره شريکيږي.
خوپښتون ليکوال چي له غربته او مسکنته پر تتيو پروت وي دهغه په مستعار نامه ليکنه اسمان نړيږي. داسي ليکني چي د رښتياګو دپښتنو خوږ پکښي وي لوستونکي يې په ډېره لېوالتيا لولي تردې چي که يې لږ و ډېر بې درکه توري استعال کړي وي پر هغو يې هم سترکي پټوي او زغمي يې. دا متل رښتيا هم دکاڼي کرښه ده چي
خدای دي رښتيا او مېړونه نه سره مخامخ کوي.
په بي بي سي کي زما دکار تجربې به که خدای کول له خپلو پښتنو لوستونکو سره په نورو ليکنو کي خامخا شريکوم.
نوربيا