کور / هراړخیز / معارف وزارت د خود کفا کیدو په درشل کې

معارف وزارت د خود کفا کیدو په درشل کې

پر اوسني حکومت د بې شميره نیوکو ترڅنګ یوه دا هم ده چې دغه نظام حتې د خپلو عایداتو په راټولولو کې هم ناغیړي کوي او هرکال په ملیونونو افغانۍ له لاسه ورکوي.

زه نه وایم چې دا نیوکه بې بنیاده ده، خو دومره ضرور وایم چې عمومي قضاوت نه دی په کار. شته داسې ادارې او وزارتونه چې د عایداتو په راټولولو کې پوره جدي دي او که همداسې ادامه ورکړي نو خپل ټول لګښتونه به خپله برابر کړي.

د یوې کوچینۍ بیلګې په توګه مو د معارف وزارت د عایداتو راټولولو ته تم کوم:

ما ته د دغه وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت لخوا د ژباړې لپاره یو کتاب را وسپارل شو.

یو مسوول ځوان راته وویل چې کتاب له دوه اونیو مخکې خلاص کړه، عاجل دی او مهم دی.

هغه د حق الزحمې په اړه وویل چې د هرې پاڼې د ژباړې، کمپوز او ایډیټ مقابل کې درته (۴۰۰ــــــ ۴۵۰ ) افغانیو حق الزحمه در کول کیږي.

د رسمي قرار داد غوښتنه مې وکړه ، ویل یې مهم نه دی همدا ژبه قرار داد دی.

د کتاب ژباړه ستونزمنه وه ځکه تخنیکي موضوعات وو او اصل لیکوال یې ځینې عبارتونه داسې لیکلی و، چې روانې ژباړې یې زړه چاودون غوښت.

خو بیا هم مې په ټاکلې موده کې بشپړ کړ او ور وه مې لیږه، شاوخوا څلور میاشتې حق الزحمې پسې سرګردانه وم، ما ویل ځه خیر دی، تخنیکي معینیت دی د حق الزحمې په ورکولو کې به هم خپل تخنیکونه لري.

یوه ورځ معینیت ته لاړم، مسوول مامور دې کور ودان وي، ویل یې تراوسه لا پیسې نه دي حواله شوي خو زه یې له جیبه درکوم.

کتاب شاخوا ( ۱۰۰) پاڼې و، خو ده، لس زره او سل افغانۍ راکړې، ماویل دا خو کمې دي، خو د مامور صاحب دلیل دا و چې په حق الزحمه مالیه راغلې ده.

ماته د جهادي تنظیمونو دغوبل په مهال د خپل کلي عشر په یاد شو. زموږ سیمه کې حزب او حرکت ښکر په ښکر وو. دوی هریوه جلا عشر ټولوه او حتې داسې وخت هم کیده چې د یوه تنظیم هر سرګروپ جدا ټولوه.

هغه مهال دعشر طریقه دا وه چې پیکا ، راکټ او کلاشینکوف په لاس کسان به راغلل ، ځمکې والا ته به یې په سپین کاغذ څه ولیکل او بیا هغه کې د استدلال جرئت نه وه.

د یوه کلیوال نکل دی:

په هغه کال د شولو فصلونه ږلۍ وهلي وو حاصل له نیمایی هم کم شوی و. یو زمیندار ته د ۱۵ منه وریژو پرچه راغله ، هغه ویل ټول حاصل لس منه شوی، خو د عشر خورو تاکید همدا وه چې دا زموږ مشکل نه دی. زمیندار پنځه منه قرض کړې او عشر یې ادا کړ.

د مسلکي معینیت له مامور صاحب سره مې خبره وشاربله، اخر یې کړه خیر دی ( ۱۵۰۰۰) افغانۍ به نورې هم درته برابرې کړم او خط یې هم راکړ.

له اوږده انتظاره وروسته پرون مې خپل اکاونټ نه پیسې اخیستلې،د لس زرو معادل یې رالیږلې وې، شاید دا ځل ( ۵۰۰۰ ) په مالیه کې تللې وي.

ما خو مخکې وویل چې د خلکو نیوکې بې ځایه دي.

وګورئ، له شاوخوا ( ۴۰۰۰۰) افغانیو څخه ( ۲۰۰۰۰) مالیه اخیستل، د عایداتو راټولول نه دي نو څه دي؟

او که همداسې ادامه ورکړي ایا دغه وزارت به خود کفا نشي؟؟

په هرصورت، موږ یواځې شخصي ګټې پالو، همدا لامل دی چې ملک ترقي نه کوي، زه باید په دې کار خپه نشم او ولس هم باید د حکومت د بیسارو خدمتونو مقابل کې هر ډول مالیې ته ځان ټینګ کړي.

دا ځکه چې ۲۰۱۴ را نږدې دی،له دې کال وروسته لنګې غواوې (بهرنیان) په وتلو دي که دومره درنې مالیې ورنه کړو، نو زموږ نازولي او د ملت په غم کې ستړي ستومانه چارواکي د ښایسته ځایونو د سیاحت ، د لذیذو خوړو او بیلابیلو مشروباتو لپاره لګښتونه له کومه کړي؟

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د زمري ۱۸مه،۱۳۹۱