افغان امرکايى پوهنتون په پام کې لري ښځينه زده کوونکو ته په همدې پوهنتون کې ٣٠ سکالرشيپونه ورکړي. د دغو ٣٠ تنه ښځينه زده کوونکو فيس د (USAID) له خواه ورکول کېږي چې دوى کولاى شي په وړيا توګه خپلې لوړې زده کړې په بېلابېلو پوهنځيو کې بشپړې کړي. هغه خويندې چې علاقه لري کولاى شي تر سبا (يکشنبه د اګسټ ٢٦) نېټې پورې نوموړي پوهنتون ته مراجعه وکړي او د غوښتنليک فورمې ډکې کړي.
پته: دارالمان سړک، کيور روغتون ته څېرمه، افغان امريکايى پوهنتون، بيات بېلډېنګ، د نومليکنې څانګه
شرايط:
د دوولسم ټولګي فارغ
د انګلسي ژبې له TOEFL آزموينې څخه بايد 510 نومرې وګټي
مختار لودين
په افغان امرکايي پوهنتون کې ښوونکى