کور / تازه خبرونه / بېړنی خبر: کندهار ښار يوې زوروري چاودني ولړزاوه

بېړنی خبر: کندهار ښار يوې زوروري چاودني ولړزاوه

دې خبر ته تازه معلومات ور زيات سول :
څو دقيقې مخکي د کندهار د ښار د دوهم دوراهي په سيمه کي یوه زوروره چاودنه رامنځته سوه .
له کندهاره د لراوبر ويبپاڼي همکار وايي چاودنه دونه زوروره وه چي د پيښي ځای ته نږدو دوکانو اور اخیستئ او د شاوخوا کورونو کړکیاني او دروازې ماتي سوي دي .
دمیرویس روغتون نوکريوال ډاکټر په وينا تر دې دمه ۱۰ تنه ټپيان رسيدلي چي د دې ډلي څخه يې یوه کس په روغتون کي ساه ورکړه . نامعلومه شمېر زخميان د ښار بېلابېلو نورو روغتونونو ته هم لېږدول سويدي.
دکندهار والي وياند جاويد فيصل په وينا چاودنه د موټر بم پذريعه رامنځته سوې ده خو دا تر اوسه نه ده معلومه چي په موټر کي ځانمرګي بريدکوونکي لېږدول کېدل او که د سبا ورځي لپاره ځای پر ځای سوی و .
د کندهار امنيې قومندانۍ مسولين د پېښي ځای ته رسيدلي او وايي چي پلټني يې پيل کړيدي .
د پېښي ځای ( کابل دوراهي ) ته غځېدلي ټولي لاري پوليسو بندي کړيدي ، ژورناليستانو ته هم دا مهال د پېښي ځای ته د ورتګ اجازه نه ورکول کيږي .
زموږ همکار وايي دلته نيمه شپه ده ، که څه هم د مرګ ژوبلي دقيقه شمېره نه ده څرګنده خو که دا چاودنه پر دغه ځای د ورځي رامنځته سوې وای ځاني زيان به يې ډېر زيات وای .
د کندهار والي وياند جاويد فيصل وايي چي سبا سهار به د ځاني او مالي زيان تر څنګ د پېښي په اړه نور جزيات رسنيو ته وړاندي کړي .

لراوبر ويبپاڼي ته د تازه رسېدلو پر اساس ددغي چاودني هدف د کندهار د امنيې قومندان جنرال عبدالرازق و چي دغه مهال د ګزمې په توګه له دغي سيمي د تېرېدو په حال کي و . که څه هم کندهار والي وياند جاويد فيصل د خولې داسي خبرونه خپاره سوي دي چي جنرال عبدالرازق په لاس او پښه کي سربېرن زخمي سوی دی او په هوايي ډګر کي يې درملنه کيږي خو بله خواته داسي خبرونه هم ترلاسه سويدي چي چاودنه د امنيې قومندان د ګزمې موټر ته ډېره نژدې ترسره سوه چي له امله يې په سيمه کي يوشمېر دکانونو اور واخيست او شاوخوا کورنو دروازې او کړکۍ يې ماتي کړې .
د تازه معلوماتو پر اساس په پېښه کي د ښځو او کوچنيانو په ګډون ۱۷ کسان زخميان او ۲ کسان وژل سويدي . په دې پېښه کي د پوليسو د مرګ ژوبلي په اړه رسمي شمېرې نه دي اعلان سوي .