کور / سياسي / حامد کرزی او راتلوونکی ټاکنې

حامد کرزی او راتلوونکی ټاکنې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی چی دوه ځله یې د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو .او بیا د افغانستان د اساسی قانون له مخې دریم ځل د ولسمشریزو ټاکنو نوماندۍ چانس نه لری خو په دې ورستیو کې د یو شمیر فکری ستونزې سره مخ دی ځکه چی د تیرو ټاکنو په نسبت هغه قومی مشران او ګوندونه چی ددې سره په اتحاد کې وول یا د تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې ورسره ملاتړي ول خو هغه نن سبا ددې مخالف ډله ده چی حامد کرزی یې د فکری ستونزی سره مخ کړی دی

زما د معلوماتو له مخې د افغانستان ولسمشریزه ماڼې کې د حامد کرزی شاوخوا ډله هڅه کوی چی د افغانستان دولت یو شمیر مخالف قدرتونه چی په تیرو لسو کالونو راهڅی یې په دولتي واک او ویش کې سره مخالف شوی دی ترڅو بیرته یې د افغان اوسنی ولسمشر حامد کرزی ټیم کې شامل کړې خو ظاهرّ اوس داسی معلومیږی دغو ډلو نور په حامد کرزی او دد ې په ټیم اعتبار نه کوی .

څه وخت وړاندې د افغانستان د یو لوړ رتبه چارواکې سره په کابل کې ناست وم او د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو او د حامد کرزی لخوا د یو نوماند په اړه مو خبرې کولای داسی راته ښکار شول چی کرزی او دده ټیم اوس مهال څو نوماندان په فکر کې لری او په هڅه کې دی چی داسی یو نوماند لپاره کمپاین وکړی تر څو یاد کس د طالبانو او هم د حزب اسلامې سره ښې اړیکې ولری او د کرزی په شان اوسنی سیاست د گانډیو هیوادونو په مقابل کې ولری ترڅو کرزی د پردې ترشا د افغانستان واک په لاس کې ولری .

خو داسی معلومات هم شته چی کرزی نه غواړی چی په اسانه سره د ولسمشرۍ له ماڼې نه خپله کډه وکړی ځکه چی دد د حکومت په اوږدو کې د خپلۍ چوکۍ ساتلو لپاره هر رنګ وعدو او سازشونو باندی سرفه نه ده کړی چی د محقق او دوستم سره یې چی کومې وعدې او سازشونه کړی ول په هغه یې وفا و نه کړه چی اوس مهال د زیاتو ستونزو سره مخامخ دی .

زما په اند په دې ورځو کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی بله فکری ستونزه دا هم ده چی پر خپل ټیم باندې یې اعتبار ختم شوی ځکه دی چی د مالی وزیر عمر زاخیلوال او د فساد ضد اداری مشر عزیزالله لودین ترمینځ نندارو ته یې کوم اهمیت ورنکړو او د لوبه باندی دومره فکر ځکه و نه کړ چی نور د خپل اوسنې ټیم نه خسته معلومیږی .

د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه داسې هم معلومات شته چی د کرزي مخالفې ډلې او ګوندونه غواړی چی اساسی قانون کې باید داسی بدلون راشی چی د هغه په اساس د جمهور ریيس د ځای ناستی ټاکل روښانه شي، تر څو د جمهور ریئس څخه د صلبیدو صلاحیت او یا استعفی کولو ته د مجبوریدو په صورت کی د عبوری حکومت د جوړیدو لپاره قانونی طرزالعمل قوي شي نو په دې سره به د هغه د ځای ناستي په صورت کې د عادلانه او منصفانه ټاکنو څخه ډاډ تر لاسه شی.

د نړېوالی ټولنی سره د کرزی ټیم وعدی هم کرزی ناکام ښکاره کړی دی او هم دده ټیم چی د کرزی ملاتړ دی خو د خپلو شخصی گټو لپاره یې د کرزی حکومت د بدنامې سره مخ کړی دی .د فساد ضد مبارزه کې ټوله خپله دولتې چاوراکې لاس لری او ددوی د کورنیو غړو پوری فساد محدود دی چی ټول د خپلو چوکیو سلاحیتونو او واک پوری په افعانستان کې فساد کړی دی چی اوس مهال زما په اند نړيواله ټولنه او افغانستان اووسیدونکې د کرزی دولت او ټیم نه نور خسته شوی ځکه دی چی په خپلو وادو د نړېوالو او افغانانو سره دروغجن او دد دولت د فساد پر ضد ناکام او بی وسا ثابت شوی دی اوپه د کمه موده کې به یې څه لاسه ونشی .

زما په اند د ټاکنو پر وخت نفوس سالاری هغه څه دی چی د یو نوماند لپاره ډیر ضرورت وی چی اوس مهال زه د افغانستان ګوندونه ګورم چی په نفوس سالاری کې ځکه ناکام دی چی دغه یاد ګوندونه او قومې مشرانو د کرزی دولت کې تر خپله وسه پوری کار کړی دی او یا د افغانستان کې میشتو قومونو سره ستونزی لری .او په افغانستان کې یې د تیرو خپل مینځی جګړو کې افغانان وژلی دی .

ممکن ده چی په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نړېوال او افغانان د هغو خلکو ته چانس ورکړی چی نه خو د اوسنې دولت پوری تړلی وی او نه هم په تيرو خپل مینځې جگړو کې ښکیل شوی ځکه چی نړېوالی ټولنی او افغان ولس په تیرو څو کالونو کې خپله تجربه لاسته راوړی ده چی د افغانستان په تیرو جگړو کې ښکیلو ملاتړ یې کړی وه چی اوس ورنه په تنگ راغلی دی .

د تیرو تجربو له مخې په افغانستان کې اوسه پوری داسې کوم دولت او یا پاچا نشته چی ارګ څخه په خپله خوښه او په قانونې توګه وتلی وی ځکه په افغانستان کې همیشه پاچایانو او واکمنو خپله چوکۍ په جگړه او کودتا له لاسه ورکړې ده چی د چوکې پر سره یې خپل کورنې او ژوند یې هم له لاسه ورکړی دی .اوسه پورې دغه فرهنک په افغانستان کې شتون نه لری ،

د ولسمشر کرزی بله تیروتنه دا ده چی د پخوانیو جنګې مجرمین په خپل حکومتی ټیم کې شاملول او د په لوړو دندو ګمارل هغه څه دی چی افغانستان خلک ورنه ډیر خفه دی ځکه چی هغه جنګې مجرمینو چی د افغانستان بی گناه خلک یې وژلی وه او دغو کسانو د محکمی مخ ونه لید.

د وروستیو بدلونو د وښوده چی کرزی د خپل لس کلن ټیم نه نور هیڅ څوک نه لری چی د نوی څیری د کورنیو او دفاع چاور وزارت ته وروپيژنی چی د کرزی یوه غټه ناکامې ده چی همدا يو څو په فساد تورن کسان کله په یوه دنده او کله بلی دندی ته معرفی کوی .

که چیری د نړېوالی ټولنې لس کلونو توانونو ته په ځیر سره وگورو د نه ورسته نړېواله ټولنه هم د خپلو خلکو ته یو څه د مخ سپینولو لپاره خپل ملت د افغانستان اینده انتخاباتو لپاره ښه وړ نوماند او د ډلې ملاتړ به کوی دا هم دا چی داسی یوه څیره په راتلوونکې ټاکنو لپاره وټاکي تر څو د افغان ملت ملاتړ پیدا کړی .