کور / سياسي / ترخه ليکنه خو؛ خوږه کتنه

ترخه ليکنه خو؛ خوږه کتنه

لکه څه وخت مخکی چه می په همدی ویبپاڼه کی عرض وکړ زموږ خلک د یو ډول ټولنیزی(تحمیل شوی او ټپل شوی) ټولنیزی ناروغی له کبله له دی ستر او ظاهراً نه حلیدونکی مشکل او ستونزی سره مخامخ دی او دبده مرغه نه داچه د جوړیدو امید یئ موجود دی بلکه د بدتریدو او سرایت خطر ئی هم کمزوری نه ښکاری.
د ټولنیزی او بدنی ناروغی د مقایسې په رڼا کی باید وویل شی چه د طبی ډاکټرانو په حواله ځینی ناروغۍ د انسان د وړوکتوب د دورې د ناسالمی او بدی تغذئې او همارنګه د ځینو مهمو او حیاتی موادو د کمښت او نشتوالی محصول دي په ځانګړی توګه د سترګو کمزوری او د هډوکو دردونه او د بدن د غړو په مینځ کی بی اتفاقی! او نوری ناوړه ناروغۍ چه نن ورسره په ملی سطحه مخامخ یو.
په هرحال زه د یو زړه سواندی انسان پتوګه(البته که می دا ادعا د منلو وړ وی) ددې ؤلس د درد او فریاد(چه بیا ټینګار کوم ټپیلی شوی او تحمیل شوی دردونه)څو علتونه پخپل مات قلم او کوچنۍ کَلَه تحلیل او تجزیه کړم.
۱- دا ؤلس د خپل وطن د تاریخ د رښتینو پاڼو د لوستلو او اوریدلو څخه (په هردلیل چه وی)ډیر بی خبره پاته شویدی(راځی چه یو ځل مؤقتاً دا ومنو چه وطن مانا افغانستان مانا ۱۹۴۷میلادی کال مانا د احمدخان ابدالی لخوا د افغانستان پنامه د یو دولت تشکیل؛ البته ددی تاریخ مخکی د حالاتو تحلیل ز موږ د دردونو د تسکین باعث نه ګرځی او بی فایدی ښکاری) بناً باید ومنل شی چه ستونزه د (افغانستان) پنامه را زیږیدلې ده نو تشخیص ئی هم باید د همدی نوم د تشکیل په رڼا کی وشی ځکه د یوی کورنۍ خوالی او نا خوالی د هغی د تشکیل سره سم او یا وروسته پیليږی.
دا چه ولی هیڅ هیوادوال ته دخپل هیواد د رښتینی تاریخ د پوهیدو زمینه نده مساعده شوی علت ئی د خلګو بیسوادی ده او یا کولای چه په ټینګه ادعا وکړو چه د خلګو د بیسواده پاته کیدو علت همدادی چه ونه غوښتل شوه چه خلګ د خپل هیواد خصوصاً د تیمورشاه ابدالی تر واکمنی وروسته تاریخ په هکله ژوره او دقیقه پوهه ولری؛ که ستاسی په یاد وی د ظاهر د واکمنی په دوره کی د ښوونځیو د درسی او رسمی کتابونو د تاریخ مضامین په ډیره ځیرکی او مهارت! داسی تنظیم شوی وه چه فقط د څلورمی ټولګی (د تاریخ د مضمون د لوست لمړی کال) د تاریخ د مضمون په کتاب کی په ډیر مختصر ډول د افغانستان د معاصر تاریخ په هکله مطالب لیکل شوی وه چه د ټول کتاب ټولی پاڼی تر شلو کمی وی، نور نو تر دوولسم ټولګی پوری هیڅ د معاصر تاریخ په هکله حتّی یوه لیکه هم نه وه لیکلی شوی چه دا ډیره حیرانوونکی او دردوونکی او ویجاړوونکی پالیسی وه چه د وخت حاکمانو پلی کړی وه او پلی کوی ئی او داچه نن د هیواد د ځینو ښارونو په لویو واټونو کی د ځینو ملی! او تاریخی!شخصیتونو عکسونه ځوړند شویدی یوه مشکوکه بازی ده چه ترشا ئی نور خیرن اهداف پراته دی؛ دؤلس افکار د عکسونو په لیدلو نه روښانه کیږی بلکه د رشتینی تاریخ په لیکلو او لوستلو روښانه کیږی، عکسونه فقط د احساساتو د را پارولو دنده تر سره کوی چه دې کار ته نه یوازی داچه ضرورت او اړه نشته بلکه کیدای شی بدی او منفی اغیزی ولری، د تاریخ مطالعه او په تایخی حقیقتونو أپوهیدل بصیرت او د سالم قضاوت قوه ژوندی ساتی. د یو شاعر خبره تاریخ هغه رښتینی واقعیتونه دی چه تر شا ئی لوی لوی دروغونه پراته دی او هنر هغه دروغجن واقعیتونه دی چه تر شا ئی لوی لوی حقیقتونه پراته دی.(د واقعیت او حقیقت د توپیر او فرق په هکله توضیحاُ باید عرض شی چه (واقعیت) هغه پېښه ده چه وجود ئی د سؤال او تردید او بحث وړ وی خو (حقیقت)هغه وجود دی چه (باید) موجود وی.د سرطان۲۶ ، د ثور۷ ، د جدی۶ ، دثور۸ ، په لندن کی طرحه شوی د توری او سپینی لنګوټې توره او سپینه او خاموشه کودتا ، د سپتامبر۱۱ او بالآخره پر هیواد د بین المللی غلو غلئ یرغل یو واقعیت ؤ خو د حقیقت څخه بی برخی ؤ لنډه دا چه هر واقعیت حقیقت نلری خو هر حقیقت واقعیت هم لری).
۲ – د سلو نه زیات کلونه کیږی چه دا ؤلس په توهم کی ژوند کوی، کله چه یوه لویه ملی ستونزه ور پیښه شویده فکر ئی کړیدی چه خوب ئی لیدلی دی خو کله چه ئی پدی هکله په تحقیق لاس پوری کړیدی بیرته په درانه خوب ویده شویدی او خوب ئی لیدلی دی چه ویښ دی بیا د خوب له هوله را پاڅیدلی دی بیا ئی خوب لیدلی دی چه خوب وینی خو په اصل کی دا ټول ژوندی واقعیتونه وه؛ مثلاً خوب ئی لیدی چه د ؤلس د غټ اکثریت ځینی فرهنګی او محلی او حتی ملی حقوقو ته په سپکه سترګه کیږی ددی غټ اکثریت د مدافعانو! لخوا یوه کراستینه مبارزه پیلیږی په مطبوعاتو او پارلمان کی جنجالونه را پورته کیږی ‍؛ غټ اکثریت خپل حقوق غوښتل خو د غوښتلو او مطالبی د تحقق چل ئی هیڅکله هم زده نه ؤ ددی مبارزی او مطالبی په لیاره کی ستر (مصنوعی) خنډونه پراته وه البته غټوالی ئی خنډ نه ؤ بلکه نازکوالی ئی خنډ ؤ داسی لکه چه مثلاً زما د کوم بل چا سره پر یوه مهمه موضوع دعوه او شخړه وی خو پدی منځ کی یوه پیغله ښځه چه اصلاً زما د ادعا او غوښتنی او ګټو په ارزښت خبره نده، منځګړیتوب او مداخله وکړی او زه ددی ښځی په احترام او درنښت او ملاحظه مجبور شم تر خپلی ادعا تېر شم. که ددی ښځی غلط او بیځایه مداخله نه وای شاید دا ستونزه په همهغه لمړنیو شیبو کی حل شوی وای او لس ګونه کلونه وروسته به دومره سخته سوی او پیچلی شوی نه وای، دبده مرغه هغه وخت جرأت و نه شو چه دا پېغله چه د ؤلس پر ټول وجود او احساساتو ئی حاکمیت درلود د یوې شېبې لپاره پر شا ټنبول شوی وای ، دردوونکی خو لا هم داده چه دې پېغلی د ؤلس د احساساتو د نړۍ د یوه څیز سره هم مشترکه وجه نه درلوده او خوب ئې لیدی چه دا یوه فرشته وه چه البته دا ډول خوبونه او دا ډول خوبی او رؤیائی فرشتې مو تر هغه وروسته هم څو ځلی تجربه کړیدی خو متأسفانه تر دی ګړیه پوری د هیڅ خوب تعبیر په سمه توګه ندی رښتینی شوی.
۳ – لکه مخکی چه عرض شوه چون ؤلس د خپل تاریخ د دقیقی مطالعی څخه بی برخی پاته شویدی نو ځینی پردی او بیګانه قضاوتونه او ږغونه د هغوی (ؤلس) پر افکارو او تصمیم مستقیمه اغېزه کړی او کوی ئی او د همدی اغېزی محصول دی چه نن ؤلس هم ځان او هم بل خوږوی درد او غم زغمی خو فریاد نه را باسی ځکه ورته القاء شویده چه دا ؤلس یو قهرمان! ؤلس دی؛ داچه قهرمان څه ته وائی قسم چه پری نه پوهیږم. دې ؤلس ته ویل شویدی او ویل کیږی چه فلانی واکمن یا باچا د فلانی استعمار په وړاندی د جهاد او او خپلواکی اعلان وکړ او د فلانی او د فلانی غازی د توری په زور ئی دا هدف تر لاسه کړ خو وروسته ولیدل شوه چه فلانی او فلانی غازی یو دم د صحنی څخه غیب او استعمار چه د دروازی له لیاری شړل شوی او ترټل شوی ؤ بیرته د کړکۍ له لیاری د ؤلس په کور ورننوتی (چه تر نن ورځی پوری په مختلفو څېرو فعّاله او ویجاړوونکی حضورلری) چه حتی خپله لوی غازی! هم مجبوره شو د استعمار انډیوالانو ته پناه یوسی.
دی ؤلس ته القاء شوی وه چه افغانان یو مسلمان ، پر آزادۍ او ترقی مین! او د پردو دحاکمیت ضد ؤلس د ی ، دی ؤلس ته القاء شوی وه چه باچا د اسلام د دین حامی د ملی حاکمیت ښکارندوی او غیر مسؤل دی ، دی ؤلس ته القاء شوی وه چه افغانستان او شمالی ګاونډی ئی د سل ګونو کلونو سالم همسایتوب سابقه لری او دا سلامتی به همداسی دوام ولری خو عملاً خلاف ددې ټولو مقولو واقعیت د سر په سترګو ولیدل شو. دا غمجنه کمیدی هغه وخت ښه غمجنه او کمیډنه شوه چه ؤلس ته داسی القاء شوه چه یو بختور او نجات بښونکی کاروان د ددی جغرافئې پر لوری را درومی چه ؤلس څه چه ټول تاریخ به ورسره روښانه شی خو ولیدل شوه چه د تاریخ او جغرافئې پر صفحه ولیکل چه هر څه مانا دین او دین مانا ږیره اوبس. خلاصه دی ؤلس ته داسی القاء شوی وه چه پردی او بېګانه پر دی هیواد حکومت نه شی کولای خو د بده مرغه داسی څوک نه ؤ او نشته چه القاء کړی چه دا پدې خاطر چه دا ؤلس خپله پر خپل ځان(حد اقل په فردی ډول)حاکمیت نلری د پردیو حاکمیت خو پرېږده.
راسی دا سپینه خبره په ګډه ومنو چه دا موږ نه یو چه ځانونه مو قهرمانان! کړیدی بلکه دا ددی سرزمین د جغرافیائی او سیاسی مهم مؤقعیت د ایجاب مسئله ده، که پاملرنه وشی د هر استعماری قدرت لخوا یو ځل قهرمانان نومول شوی یو داځکه چه استعماری قوتونه او د هغوی قمارډوله حرکتونه ددی باعث ګرځیدلی چه ددی او یا هغه قدرت پر ضد استعمال شو او پزه ئی ور وینی کړواو بیا بیرته د بل قدرت پر ضد استعمال شو.؛ چون نه هغوی تر خپلو ګټو تیریږی او نه هم زموږ جغرافیائی موقعیت تغیر کوی بناً دا لوبه به تر هغی دوام ولری چه یا زموږ وینه او خوَله او اوښکه وچه او تمامه شی او یا د هغوی جیبونه سوري شی.
۴_ موږ سره لدې چه پدی ډول خطرناکه ناروغی مبتلا یوخو ځانونه بیا هم روغ بولو(چه دا خپله یو ډول ناروغی ده)، سره لدی چه پوهېږو چه سخت زکام یو خو بیا هم د یخو اوبو چښلو ته دوام ورکوو پدی مانا چه پخپل کور(وطن)کی مو د خپل ورور(هزاره، پښتون، تاجک،ازبک او بل)سره د مخالفت او حتی دښمنۍ ډُول غاړی ته اچولی دی، د کافی بصیرت او تعقل څخه بی برخی یو د پیښو او نا خوالو د اصلی ګرَم څخه یا بیخبره یو یا بی خبره پاتی یو یا مو غوښتی دی چه بیخبره پاتی اوسو او یا ئی هم د اعتراض او اعتراف جرأت نلرو، ډیر وړوکی او بی اهمیته مسائل مو ځانونو ته غټ بریښولی او ډیر غټ غټ مسائل مو په نظر وړوکی او تر استر او لستوڼی لاندی غلی ساتلی دی چه البته د حل د لیاری موندل ئی یوه ملی وجیبه ده، د هیواد او خاوری د تجزئی سخت مخالف یو خو د بده مرغه افکار او احساسات او عقاید مو پخوا لا تجزیه شویدی چه( ډیره خطرناکه مسئله ده)؛ پر خاوره ځانونه مین بولو خو عاجزه یو چه خاوره او مین توب تعریف کړو چه څه معنی.
د پښتون په صفت مو د انقلاب پنامه بدلون را منځته کی او د پښتو په ویلو(په جګه سویه)مو ویاړپرولنه او افتخار فروشی؟ تر سره کړه خو د بلی خوا مو زندانونه د پښتنو څخه ډک کړه.
د جهاد د سپیڅلی نوم په برکت مو(البته د سټينګر راکټ او د ډیورینډ د کرښی د کاربُرد او موجودیت څخه په انکار [بی نزاکتی]) د شطرنج او قمار لوی مدیر (شوروی) ته ماته ورکړه خو د بلی خوا مو د جهاد د روح او کلمې خلاف اعمال تر سره کړه.
د هیواد د پیوستون او کامل امنیت د تأمین په هیله مو د مریخ د پاکو؟ موجوداتو هرکلی وکړ خو نن د هغوی څخه سر ټکوو(هغه موجودات چه بیله مسجد څخه بل هیڅ مکان ورته تقدس او اهمیت او رسمیت نه درلود، سینما ، بجه خانه،قمارخانه،موزیک خانه،شراب خانه او……..خانه ټولی د فساد ځالی بللی کیدی[چه البته بللی کیږی] خو نن هر څه پر خپل ځای پراته او په فعالیت بوخت دی او فقط پاک مسجد د ځان وژنی؟؟؟؟؟؟مکان ګرځیدلی دي) او پدی هکله موږ نه تعقل او تفکر کوو او نه تحقیق او پلټنه او ګروېږنه او زړونه او عقلونه او غوږونه مو د بیګانه راډیوګانو امپریالیستی قضاوت ته سپارلی دی.
راځی چه په ګډه فریاد وکړو چه بهرنی دښمن(البته بهرنی دشمن ډېره ستره او ژوره معنی لری) پدی خاطر اوس برلاسه دی چه موږ د خپل دننی دښمن او ناروغی یانی جهل ، خرافات، لسان پرستی، قوم پرستی، سمت پرستی،ډالرپرستی، حماقت او نورو پلیدو ااوصافو(چه دا هم د دهغوی د پټ تسلط سل کلن ارمغان دی) سره جنګ ندی اعلان کړی او حقیقی او رښتینی خپلواکی او آزادی مونده تر لاسه کړی ځکه نو به په همدی جسمانی او ړوحی سرګردانی کی غوټه یو.
هیله ده اوښکی مو (چه معلومه نده د ښادۍ دی که د غم) په سمه وجه وچی شی او هیله ده چه د ټولو عاقبت او خاتمه په خیر وی چه دا ډېره مهمه ده.