کور / ترخې خبري / دپښتوژبي پښتانه دښمنان

دپښتوژبي پښتانه دښمنان

دستر واكمن پېرزوينه اومهرباني ده چې دتېروڅوكلونوراپدېخوا دخوږې ژبي پښتوچوپړوالوخپلي موټي رانغښتي دي اودخپلي مورنۍ ژبي دودي اوپراختيا لپاره نه ستړي كيدونكي هلي ځلي كوي ،
له نيكه مرغه پښتوژبه نن په نړيوال جال ننوتې او دنړۍ ترډيرونورو ژبو مخ په وړاندي روانه ده .كه څه هم پښتو په تېر ماضي حالت كې له هره پلوه سخت درانه زيانونه ليدلي دي خوپه نړيوال جال (نيټ ) كې كه دپښتو ژبي ويبسايډونو اوويبپاڼو ته پاملرنه وكړو اوددې عصرمعاصرو ليكوالو اوفرهنګپالو فعاليتونو ته وګورو انسان هيله من كړي چې ګواكې په ماضې حال دې ژبي ته دوراوښتي زيانونوجبران به هم وكړي .
تاسوته څرګنده ده چې په ټوله نړۍ كې څه باندي شپږ زره بيلابيلو ژبو باندي انسانان ږغيږي اوهمدغه ژبي دي چې له پېړيو پېړيو راپه دېخواورڅخه انسانان د (افهام اوتفهيم ) مخابرې اخيسته كوي . اوويل كيږي چې په هروڅوكلونوكې ترې يوه ژبه دمرګ كندي ته لويږي . ژبپوهان په دې آند دي هرهغه قام چې ژبه يې ژوندۍ ده قام يې ژوندى پاته كيږي دخپلو حقونو څخه برخمن دي هادچاخبره زوريې غونډۍ هواروي .
خوهغه قامونه چې خپلي مورنۍ ژبي ته شاورګرځوي پرنوروژبوليكل اوږغيدل كوي هغوىخوار اوذليل دي ورځ تربلي شاتګ كوي اوبآلاخره دې حدته ورسيږي چې خپله هستې له لاسه وركړي ياخونوم وركې اوياهم دخپلوژبوسره سم ومري .
دې خبروته په كتوسره زموږ ځيني هغه پښتانه وروڼه مي سخت ځوكلوي كوم چې دوى دخپلي مورنۍ ژبي پښتو پرځاى په نوروژبو په خاص ډول دري ژبه ليكل كوي اوږغيږي په هغه صورت كې چې ورته اړتياهم نه ليدل كيږي .
داپه دې معنا نه چې خداى مه كړه ژبنى تعصب لرم هيڅكله هم نه خوتاسوبه ليدلي وي چې په هرمجلس كې چې يوتن دري ژبى ناست وي غيرله خپلي دري ژبي په پښتو نه ږغيږي خولس تنه پښتانه دهمدغه يوتن لپاره خپله ژبه پريږدي اوپه دري اوپاړسي ګډوډيشنه ژبه په داسي يورقم ږغيږي ته به وايې دفراه كلك ښوى كاڼى دي په منګي كې اچولى دى اوكړپيې يې .په هرصورت
له بده مرغه اوسمهال په دولتي اداروكې هم ډېرى هغه مامورين دميزونوترشاناست دي ځان اصيل پښتون ګڼي په اصتلاپښتوشجره دالف څخه تر( ى) پوري په ياد درته وايې .فارغ التحصيل هم يې خودمورنۍ ژبي پرځاى په دري ژبه مكتوب ليكي .كه ترې په هم دې اړه وپوښتې چې ولي ؟
بې له شرمه په زغرده درته وايې چې پښتومكتوب ليكل راته ستونزمن كاردى .افسوز ډېردشرم اوآر ځاى دى چې پښتون دى خوپښتولكلاى نسې .موږ دغه ډول عناصروته دپښتوژبي پښتانه دښمنان ويلاى سو .
دغه ډول ژوندي نه يوازي داچې خپل كلتور،فرهنګ هيروې بلكي غواړي چې دالرغونې وياړلې خوږه پښـتوژبه ژوندۍ ولحدته وسپاري..
دغه ډول عناصروته بايدوښودل سي چې ددوى دغه عمل شرم دى اونوردغه شرماورعمل پريږدي . ددري ژبونه زده كړي اودهغوى په څېر نوري ژبي زده كړي خوخپلي مورنۍ ژبي ته وده اوپراختياوركړي .يوشاعر وايې :
دبل ژبه زده كول كه لوى كمال دى
خپله ژبه هيرول بې كمالي ده
پكارده چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ددې لويې ستونزي دحوارۍ په موخه
كټلې ګامونه اوچت كړي اودسردارمحمدداودخان غوندي دي دپښتوغم وخوري د اعليحضرت محمد ظاهر خان په زمانه کې کله چې سردار محمد داود صدراعظم سو نو پښتو ژبي ته زياته توجه وکړه . هغه دا چي د دولت ټول کار کوونکو ته يې په اجباري ډول د پښتو ژبي د زده کړي امکانات برابر کړه که څه هم ژبه به يې پښتو وه . د ژبي د کورسونو تر لوستلو وروسته په ازموينه کې تر بريالي کېدو وروسته يې مياشتنۍ معاش د پنځوسو افغانيو په اندازه ور زياتاوه .
اړونده مسؤلين كه په دولتي اداروكې پښتانه مامورين دې ته وهڅوي چې مكتوبونه په خپله مورنۍ ژبه پښتو وليكې .اوددې ترڅنګ كه هرڅوك خپل ځان مسؤل وګڼي هغه چاته چې په پښتو ليكلوكې ستونزه لري مرسته وكړي. په دې كارسره به مو خپله مورنۍ ژبه دناروغۍ له بسترڅخه پخپلوپښوهسكه درولې وي اوخپل قام ته به مو ابدي ژوند ورپه برخه كړى وي اوپه دې كارسره به زموږدباتوره نيكونوژوندي نومونه چې تردم ګړيه يې دښمن په اوريدوسره لړزيږي لاهم ژوندي ساتلي وي اودتل لپاره به مو خپل قام او ژبي ته ژوند ورپه برخه كړى وي .
دخپلي مورنۍ ژبي پښتو دودي اوپراختياپه هيله