کور / خبرتیا او پيغامونه / خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ پيغام

خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ پيغام

په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نن دجمعې په مبارک ورځ دوږي دمياشتې په ١٧نېټه الحاج ډاکټر ګل مرجان دخوست ولايت داسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ اوسيدونکى چې خپل ټول عمريې دخپلو هېوادوالو لپاره دروغتيا په ډګر کې خدمت وکړ ،دورپېښې ناروغۍ له کبله د٦٢کاله په عمر له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

اناالله واناليه راجعون

الحاج ډاګټر ګل مرجان د سرور خان زوى په ١٣٢٩لمريزکال کې دخوست ولايت اړوند اسماعيلو خيلواومندوزيو ولسوالۍ په يوه پيژندل شوې ،دينداره ،روشنفکره اوعلمي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې اودخپلې روښنفکره کورنۍ په علمي چاپيريال کې را لوى او دطب دمقدس مسلک په ډګرکې يې خپلې لوړې زدې کړې سرته ورسولې .

ډاګټر ګل مرجان يو وطن دوسته ، ملت پال،بشرپال ،رېښتنى خدمتګاراو دملي احساس لرونکى علمي شخصيت او قومي مشرهم و،چې خپل ټول عمريې دخپلو مظلومو ولسونولپاره دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په ډګرکې تير اودژوند ترپاى يې دروغتيايي مقدس خدمت ترڅنګ دهېواد دپرمختګ ،سولې ،امن ،ترقۍ ،تمدن اوځوان نسل دروزنې لپاره هم غوره هڅې ترسره کړي دي چې دنوموړي مقدس خدمت ،هڅې اوهيلې به دافغانستان دتاريخ په حافظ کې دتل لپاره ژوندۍ وي.

زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،دسولې دولايتي کمېټې ،علماوو شورا ،امنيتي ارګانونو اوټولو ولسونوپه استازيتوب دالحاج ډاګټر ګل مرجان مړينه دافغانستان دخلکوپه ځانګړې توګه دخوست ولايت دشريفو ولسونو لپاره يو لويه اونه جبرانيدونکې ضايع بولم ،دلوى څښتن تعالي له سپېڅلي دربارڅخه مرحوم ته دفردوس جنت غوښتنه کوم ،کورنۍ او دوستانو ته يې دجميل صبر اودخوست ولايت شريفو ولسونوته د ژورې خواشينۍ مراتب وړاندې کوم.

په درناوي

خوست والي
الحاج عبدالجبارنعيمي