کور / خبرتیا او پيغامونه / په کندهار کې د روزنير پروګرام په اړه خبرتيا

په کندهار کې د روزنير پروګرام په اړه خبرتيا

ويښ افغان د خپلو روزنيزو پروګرامونو په لړ کې راتلونکې دوشنبه، سه شنبه او چارشنبه د کندهار په ملالۍ پوهنتون کې روزنيز پروګرامونه لري. په دغه پروګرام کې چې هره ورځ د ماسپښين په دوو بجو پيلېږي، د مديريت اساسات (Basic Management)، د وخت مديريت (Time Management) او ستراتيژيکه رهبري (Strategic Leadership) کورسونه تدريس کېږي. ټول مينه وال کولای شي په وړيا توګه په دغو کورسونو کې برخه واخلي.

وخت: راتلونکې دوشنبه، سه شنبه او چارشنبه (د وږې ۲۱- ۲۳)، د ماسپښين ۲ – ۵ بجې

ځای: کندهار، د عينومينې ښکلی ښار ګوټی، اتلسم سړک (دويمه فواره)، د پارک تر څنګ د ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه

د ټېلېفون شمېره: 070021181۱