کور / ترخې خبري / کندهاری چارواکی هنر داسی پالی (؟!)

کندهاری چارواکی هنر داسی پالی (؟!)

له کله نه چی د کندهارد اطلاعات او کلتور ریاست د نوی ودانۍ څخه برخمن
سو نو د سمبالښت لپار یی د مختلفو هنری او کلتوری ټولنو سره تماس ونیول
سو څو د دې ودانی څخه د خپلو پنځوونو د تقویې دپاره کار واخلی ، د موسیقی
څخه واخله تر خوشخطی او رسامی پوری ټولی ټولنی جوړی سو‎ې او ډیر ښه خبر
یی تیر سو چی نور به دا هنرونه نه مري او خلګو ته هم یوه تمه ور پیدا سوه
چی د هنرونو د ټولنو مړ ژوانده کالبوتونه به نور له نوي ساه څخه برخمن
کیږی .
د کندهار د ښکلو هنرونو په نوم د رسامي او نقاشی ټولنه هم له دوی څخه یوه
کړۍ ده چی د کندهار د مختلفو برخو څخه د ښه لاس او قلم لرونکي څښتان پکی
په ډیره میړانه او یوه تلوسه د عینو خیریه بنسټ په پوره ملاتړ وار دمخه
لا سره را غونډی سوی وه ، د خصوصی فعالیت له دنګله د خپل اړونده ارګان
(د اطلاعات او کلتور ریاست ) سره یو ځای سوه او خپلی ورځنی چاری یی ددغه
چوپړ لپاره وځنډولې او د خپل مهال ویش یوه ځانګړی برخه یی په یاده ټولنه
کی د کار کولو لپاره وقف کړه چی ددې لاری د یو خدمت جوګه سي.
د ښکلو هنرونو ټولنه څه دپاسه یو کال وړاندی د ۱۳۹۰ کال د
غبرګولي په ۲۸ مه نیټه پرانیستل سوه چی په هماغه لمړۍ ورځ ئې یو په زړه
پوری نندارتون درلودی او د یوې خاصي لیوالتیا له مخی یې په کار پیل وکړ.
ورسره جوخت د یادی ټولنی غړي خپلو کارونو ته متوجه سوه او د خپل وخت یوه
خاصه برخه یی د اطلاعات او فرهنګ تر چتر لاندی د دې هنر پالنی ته ورکړه
چی په هره اونۍ کی یی له دریو څخه تر څلورو پوری ناستی ترسره کړی او
همدارنګه یی د ګډ کار کولو یوه عملي نمونه وړاندي کړه .
دملګرو همږغی وه چی سمدلاسه مو دویم نندارتون هم په لار واچاوه او له
کندهاره څخه یویشت ۲۱ تنه انځور ګرانو پکی برخه واخیسته او لیدونکو داد
یې تر لاسه کړ، په دغه نندارتون کی د درخشان انځور لمړئ، د روښان انځور
دویم او د عکسرزي انځور دریم مقام تر لاسه کړ.
څه موده لا تیره نه وه چی د روهي ادبي بهیر د غونډو په تالار (کندهار
ادبی دربار ) کی د (ځوان خبره ) تر نامه لاندی یو زړه را ښکونکی نندارتون
په لار واچوئ چی تر نړیوالو رسنیو پوری یی د خبر انګازو په ټوله نړۍ کی د
کندهار د اطلاعات او فرهنګ د ریاست فعالیت خلګو ته ور محسوس کړ او د نړۍ
له مختلفو برخو څخه یی مثبتی تبصرې را خپلی کړې.
څلورم نندارتون د معلولینو د نړیوالي ورځی په مناسبت د (معیوب یم خو
ناتوان نه یم!) تر عنوان لاندی د بشر د حقوقو د سیمه ایز دفتر په تالار
کی په لار ولوید چی د زړه را ښکونکو انځورونو له اسیته یی ډیر هر کلئ
وسو.
همدا شان د لمړي ځل لپاره د ښځو د نړیوالي ورځی په مناسبت د ښځو په
وړاندی د تاوتریخوالی تر نامه لاندی نندارتون په لاره ولوید چی ټول
کریډیټ یی د کندهار د ښکلو هنرونو ټولني ته ځي …
دا هڅی څه وې چی د کندهار د ښکلو هنرونو ټولني په ملی توګه یوه انګیزه
خپله کړه او د حوزې په کچه یوه ممتا زه ټولنه وبلل سوه ، داسی چی، د
هلمند ولایت ته یی هم هنری فعالیتونه وغځیدل او هلته یی یو په زړه پوری
نندارتون تر سره کړ چی د هلمندی ورونو او خویندو ادبی تنده یې خړوبه کړه
.
دا د ټولني شپږم نندارتون وو چی له ښو غبرګونونو او د هلمند د ولایت له
ځانګړي منني سره را ستانه سوه .
د هلمند ولایت یاد نندارتون د ټول افغانستان په کچه د کندهار د ښکلو
هنرونو ټولنه و ځلوله او آن چی تر ولسمشره پوری د یادي ټولني فعالیتونه
ورسیدل ، په داسی حال کی چی هلته په مرکز کی د رسنیو مخ یوازی د کندهار
او دغی حوزې په اړه په منفی او پیکه انځورونو باندی تور وي !.
ځکه خو یاده ټولنه د اووم نندارتون جوړولو لپاره ارګ ماڼۍ ته وبلل سوه
او د ولسمشر او کابینې لخوا په ډیره مینه او زغم سره ننداره سوه . په پای
کی چي کوم انځورونه د یادي ټولنی د غړو لخوا په ډیر ظرافت او مینه انځور
شوي وه ټول د ښاغلی ولسمشر لخوا واخیستل سوه او تر څنګ یی د ټولني د غړو
نور نقدی لاسنیوئ هم وکړ.
همدا شان د ښه کیفیت له اسیته ښاغلی ولمسمشر د نوموړي ټولني د پنځو تنو
سره د خارجی بورسونو ژمنه وکړه چی ان شاء الله ډیر ژر به مو په ویاړمن
کړي او دا یې هم وعده وکړه چی ژر تر ژره به په مرکز کی د ټولو نقاشانو او
خطاطانو یو ګډ نندارتون په لار واچوی چی له ټول افغانستانه به پکی هنر
پنځونکي لاسونه برخه اخلی او بیا به د کندهار د هنرونو یو بیلګه ایز
نندارتون په لاره لویږی.
د ښاغلی ولسمشر د پیرزوینو په لړ کي همدا روان کال د غبرګولي په
اوویشتمه نېټه د افغانستان د ۱۹ ولایتونو څخه د راغلو خطاطانو او
نقاشانو په برخه اخیستنه په کابل بابر بڼ کی یو نندارتون په لاره ولویدی
چی د کندهاره څخه د ټولنی یوولسو تنه نارینه او ښځینه نقاشانو د ۴۳ قطعی
انځورونو سره ګډون وکړ چی د ټول افغانستان په کچه یی د مینه والو توجه را
خپله کړه او د کندهاریانو هنر هک او حیران کړل.
دا او دې ته ورته فعالیتونه که وګورئ نو خامخا به وایاست چی دا ټولنه به
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ د ریاست د پراخ ملاتړ او د کندهار ولایت د
خاصی همکاری څخه برخمنه وی.
متاسفانه نه !
بلکه لا باید ووایو چی ده بې مور او پلار اطلاعات او فرهنګ ریاست چی
کابو یو کال کیږی بې رئیسه ولاړ دی، لخوا تر سره سوې هیڅ ژمنه هم له
موږ سره نه ده تر سره سوې.
یوازی یو اطاق د ټولنی د دفتر لپاره د اطلاعات او فرهنګ ریاست په زړه
ودانۍ کی او یو تالار چی موږ ته په نو‎ې ودانۍ کی راکول سوي دي نور ټول
امکانات د ټولني د غړو د خپلو جیبونو یا د ځینو با احساسه ملی تاجرانو له
جیبه دي، د ټولنی لاس ته راوړنی او انځورونه چی د هر یوه رنګ ته یی د
انځور ګرانوخـــــَوله ورګډه ده ، پراګنده وډل سوي دي او یوه ماډرنه او
عصری ګیلری نه لري نه چی خپل شاهکارونه پکی ووډی .
که څه هم د شرم خبره ده خو یادونه یې د نیوکی بڼه نه لری هغه دا چی هغه
ستاینلیکونه چی د ټولنی غړو د تحسین او داد په موخه د ټولنی لخوا په ډیره
خواری تیار سوي وه او د متن او ډیزاین پر چاره یی ډیره ځیرنه سوی وه څو
چارواکو لاسلیکونه ورباندی وکړی ، په ډیر زحمت د ښاغلی پتیا ل صاحب تر
لاسه هم ور ورسیدل خو متاسفانه چی هغه ستائینلیکونه بیا زموږ تر لاسه را
و نه رسیدل او پسی ورک سوه .
تر دې لا بده دا چی موږ نه سو کولائ چی د اطلاعات او فرهنګ د سرپرست
رئیس صاحب \ د ولایت د معاون صاحب سره ووینو او دا وجه ده چی ددومره ښو
لاسته راوړنو باوجود د ټولنی د بنسټ ایښودو کلیزه و نه لمانځل سوه ، په
داسی حال کی چی ټول ترتیبات یی نیول سوي وو خو یوازی او یوازی د چارواکو
نه توجه او زموږ سره نه همږغي لامل ددې سوه چی دا چاره وځنډیږی.
که د کندهار د ښکلو هنرونو ټولنه او دې ورته فعالی هنرپاله ډلي و نه
پالل سي او امکانات ورته برابر نه سی نو لاس ته راوړئ نوم به بیرته د
لاسه ورکړی.
باید انکار و نه سی چی ددې ټولنو فعالیتونه دی چی په سیمه کی یی د
کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست انګیزه پیاوړی کړی ده .