کور / خبرتیا او پيغامونه / ختيځ ادبي بهير د سولي مشاعره جوړوي

ختيځ ادبي بهير د سولي مشاعره جوړوي

ځتیځ ادبي بهېر د سولې نړیوالي ورځې په ویاړ ځانګړي مشاعره جوړوي.
بلنلیک
درمنو دوستانو
لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده چې د سپټمبر ۲۱ نیټه د سولې نړیوالې ورځې سره نومول شوې نو ختیځ ادبي بهېر په پام کې لر، چې خپله راتلونکې لسمه غونډه د سولې نړیوالي ورځې ته ځانګړې کړي.
له ټولو قدرمنو شاعرانو، لیکوالو او د شعر مینه والو څخه هیله کیږي، چې په دغه مشاعره کې ګډون وکړئ او په خپل راتګ سره غونډه درنه کړي.
ځای: د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز، ميديو تيک انګړ
وخت: جمعې ورځ د سهار ۹ بجې