کور / خبرتیا او پيغامونه / کورودانی او مننه – د محمد معصوم هوتک ليک

کورودانی او مننه – د محمد معصوم هوتک ليک

دسږکال دسپټمبرپراتمه نېټه دسویډن په مالموښارکي په سویډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگي مرکز،ددوستۍ فرهنگي ټولني اوآریاکلتوري ټولني په گډه همکاري یوه علمي ادبي غونډه جوړه سوې وه چي په هغې کي ئې دپوهاند خیرمحمد ماموند اوزمامحمدمعصوم هوتک دعلمي وادبي کارودیادوني اوارزوني په نیامت په بهرکي داوسېدونکو افغاني پوهانواودهیوادله دننه څخه دعلمي وکلتوري وفرهنگي مرکزونواوافرادوله خوارالېږل سوي پیغامونه اولیکني ولوستل سوې. په دغولیکنواوویناووکي ددې قلم دچلوونکي کارته هم دارزښت ورکولوپه باب ویناوي اولیکني شاملي وې. زه دخپل ځان له خوا واردواره په سویډن کي ددغوفرهنگي مرکزونواوټولنواوپه سرکې بیادښاغلي حبيب الله غمخورصاحب دهڅواو ستړیاووستاینه کوم اوله خدایه غواړم چي دافغاني فرهنگ په خدمت کي نورهم پياوړي اوغښتلي سي اوانشاءالله سي به. دغه رازدهغوپوهانواواستادانو، دوستانواواشنایانودیادونوله امله ډېرممنون یم چي زماعاجزانه هڅوته ئې دقدرپه ستره کتلي دي. په تېره بیادرنواستادانوهریوپوهانددوکتورزیارصاحب اوپوهندوی آصف بهاندصاحب ته دزړه له کومي کورودانی وایم چي زمادقلمي هڅواوفرهنگي سابقې په باب ئې یولړحقایق بیان کړي ول.زه دخپل علمي کاروزیارپه برخه کي اوس هم هغي ژمني ته متعهدیم چي دخپل مهربان استادعلامه رشادبابا(رح)دوفات په وېرنه کي مي کړې وه :

نوستالاربه پالمه پرقدم به دي ګام ږدمه

پرسختوپرپېچوموبه دي نوم راننګومه

محمدمعصوم هوتک

اوشاوا،اونټاریو،کاناډا

۲۰ سپټمبر ۲۰۱۲ع