کور / تازه خبرونه / اوباما دوهم وار د امريکا ولسمشر سو

اوباما دوهم وار د امريکا ولسمشر سو

د امريکا اوسنى ولسمشر باراک اوباما يو وار بيا د دې هيواد د ولسمشر په توګه انتخاب سو.
باراک اوباما چي د ديموکرات ګوند کانديد وو، د جمهوري غوښتونکو ګوند کانديد ميت رامني ته يې د نومبر د شپږمي نېټي په انتخاباتو کي ماته ورکړه.
د اوباما د برياليتوب اعلان په داسي حال کي خپور سو چي په ځينو ايالتونو کي لا د رايو اچولو دوام درلودئ. او سيال يې ميت رامني تر اوسه خپله ماته نه ده منلې.
د باراک اوباما په برياليتوب کي د ويرجينيا او اوهايو ايالتونو رايو د پام وړ نتيجه ورکړه.
نيويارک ټايمز وايي ولسمشر اوباما په ټويټر کي پاڼه له امريکايانو مننه وکړه، چي خاص د دوى په خاطر يو ځل بيا ولسمشر سو.
د امريکا د جمهوري رياست انتخابات په هرو څلورو کلونو کي کېږي، چي ګټونکى کانديد بايد له ٥٣٨ انتخاباتي حوزو څخه په ٢٧٠ حوزو کي بريالى سي.
د ولسمشر اوباما لومړۍ دوره د ٢٠١٣ کال د جنوري پر ٢٢ -مه ختمېږي او په همدې ورځ به د دوهم وار دپاره د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.