کور / تازه خبرونه / زابل: امنتي چارواكي وايي چي د قومي مشرانو ساتنه به كوي

زابل: امنتي چارواكي وايي چي د قومي مشرانو ساتنه به كوي

دزابل نوي امنيه قومندان چې د تيرو څو ورځو راپه دې خوا يې په خپل کار پيل کړى د دې ولايت دقومي مشرانو او ديني عالمانو سره دخپل کار په دفتر کي د ليدني پر مهال ژمنه وکړه چي د دوى ژوند ته به جدي پاملرنه کيږي.
امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي (روغ ليوني) وويل چي په دې وروستيو کي په يو شمير بريدونو کي ځيني قومي مشرانو ته مرګ ژوبله اوښتي ، په خبره يي له دې څخه وروسته به دقومي مشرانو او ديني عالمانو دامنيت د خوينديتوب دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
امنيه قوماندان دغه راز له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه وغوښتل چې دامنيت په لا ټينګښت کي له دوى سره مرسته وکړي
په ورته وخت كې يومشر قومي مشرانو او ديني عالمانو په مراسمو کي په خپلو خبرو کي له نوي امنيه قومندان سره د سولې او امنيت په راوستلو کي دهر راز مرستو ژمنه وکړه .
د زابل امنيه قومندان په داسي حال کي دقومي مشرانو او ديني عالمانو دامنيت ساتلو ژمنه کوي چې پدې وروستيو کي په مرکز کلات او شاه جوى ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو په غلچکي بريدونو کي يوشمير قومي مشران او مخور کسان وژل سوي او ټپيان سوي