کور / شعر / انسانیت

انسانیت

موږ په اصل کې ذره یو له یوه نوره
جلا شوی نومول کور په کوره


له آدمه تر دې دمه دا بهیر دی
چې راغلی یو هم ځو به نور په نوره 



CONFIDENTIAL


دې خاورین ستوری ته کښته شو چې ګواکې
موږ ثابت کړای شو جګوالی خپل په حوره


ګمارل شوی خلیفه د ځمکې دا دی
ګه عاجز دی که لري په ملا توره


که مظلوم دی که عادل دی که ظالم دی
چې مخلوق شو زورور یې دی کمزوره


که دارا دی که ناداره خوځي پرځي
وهر چا لره نړۍ لویه بې سوره


ښه به دا وي چې شو لېرې له اغږیو
هم له حرصه له تعصبه له پېغوره


د هر چا دانه له قدره لږه ډېره
موسی نه و چې را لوی شو بې له موره


چې قوت مو د طبیعت ځانته حیران کړي
بې خبر شو له قدرته د شعوره


دا شعور دی چې ذرې ذرې پکې یو
نفس کاږو ګرځو شاوخوا لور په لوره


چې څو ملک دنیا دې جمع شي تر پوزې
خو یقین کړه که لا خلاص شې له دې پوره


د فلاح د ستوري باغ به یې نصیب شی
د بشر خادم خوشحاله ځی تر ګوره






لوړ او ځوړ


چې پرواز یې تر آسمانه د شاهین دی


خوځند موټۍ سپېره خاوره پر زمین دی


چې بحر د هوس شو په څپو


قیاس نشته چې دا شی دی که دا کیڼ دی


په سیما کې له صانع سره شریک ده


تېروتلی یې اسفل سافلین دی 


چې ګوهر یې شولو ورک پیدا به نشي


چا لیدلی دی شیطان همدا لعین دی


که رښتینی شي لنډ خوند به څینې لاړ شي


مکر خاندي د درواغو جوړ خورجین دی


د محمود سلطان دربار کې زما شپه شوه


مالوم دواړه و دا پچه دا نګین دی