کور / تازه خبرونه / په غزني کښي دمهاجرینو او بیرته راستنېدونکوچارو ریاست د بې ځایه سوو کورنیو له نیوکو سره مخ سو

په غزني کښي دمهاجرینو او بیرته راستنېدونکوچارو ریاست د بې ځایه سوو کورنیو له نیوکو سره مخ سو

په غزني کښي دهیواد په دننه کښي بې ځایه سوي کسانو(IDPs) ددې ولایت دمهاجرینو او بیرته راستنېدونکوچارو دریاست پر چارواکو ځکه نیوکه کړې ده چي په وینا یې ژَمنۍ مرستي(Winter Aid) مستحقو کسانو ته نه دي رسېدلي. دغزني دمهاجرینو او بیرته راستنېدونکوچارو ریاست او دملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) د جمعې په ورځ ناوخته پر یو زرو- پنځه سوه(۱۵۰۰) کورنیو باندي ژَمنۍ مرستي ووېشلې خو بې ځایه سوي کورنۍ ادعا کوي چي مرستي پربېوزلو کورنیو باندي نه دي توزیع سوي. دمهاجرینو او بیرته راستنېدونکو دریاست چارواکي بیا وايي چي دوی به دمرستو لړۍ نوره هم پسي پراخه او چټکه کړي.