کور / ترخې خبري / فساد د وجدان محکمې ته هم سرايت کړئ دی

فساد د وجدان محکمې ته هم سرايت کړئ دی

دحامد کرزي حکومت څو ورځې وړاندې په فساد کې لومړی مقام وګاټه ، هرڅوک وایي دشفافیت برلین میشتې ادارې پرځای پریکړه کړې ، ځکه دکرزی رژیم له خپلو څلورو واړو قواوو سره په فساد کې ترغوږونو غرق دی ، چې دځینو په اصطلاح فساد په دولت کې ( نهادینه ) شوی دی ، او اوس یې داداري اخلاقو سټیج خپل کړی .

د منجمنټ دعالمانو له نظره اداري فساد د ( HIV ) وایروس خاصیت لري ، چې دستونزو په وړاندې دسیستم وقایوي ځواک له منځه وړي ، چې بیا هره کوچنی ستونزه کولای شي ، ټول دولتي جوړښت ته شکست ورکړي ، دکرزي صاحب دنظام څلورګونې قواوې له همدې امله دستونزو په ځالو بدلې شوي دي ، چې هره یوه یې دسرطاني غدو / حجرو غوندې روزانه سل نورې زیږوي .

خو که دننګرهار قاضي ظهورالدین له شل کلنې ډیوې څخه په رشوت کې دواده غوښتنه کوي ، دابه دکرزي صاحب دحکومت دقضاء او محاکمو یوه دودیزه ستونزه وبولو ، او ډیر چورت به له دې امله پرې خراب نه کړو ، چې دایټالیي په مرسته جوړ شوي درژیم محاکم هغه یوازیني دپریکړې مراجع نه دي ، چې خامخا به سړی ورته محتاج وي ، او دعدالت دتامین یوازینۍ مرجع به یې بولي ، ځکه له اخلاقي نظره موږ تردې مرتشي محاکمو بله خورا پاکه سپیڅلې او معیاري محکمه لرو ، هغه محکمه چې قاضي یې ايټالویانو نه دی تربیه کړی ، بلکې الله تعالی په فطري ډول خلق کړی ،عقل او عدالت یې ورکړی او په خپل مناسب ځای کې یې نصب کړی دی .

ددې قاضي اومحکمې په مخکې نه زموږ دروغ چلیږي ، نه ټګي او نه هم رشوت ، ځکه ددې محکمې او قاضي څخه زموږ هیڅ کړه وړه پټ نه دي ، کله چې زموږ هرڅه ورته ظاهر وي ، نو بیا ځکه نه شو کولای دغه قاضي په دروغو او چالاکۍ تیرباسو یا یې په رشوت دروږدولو هڅه وکړو .

دغه محکمه زموږ خپل (وجدان ) دی ، هغه چې په بشري ادبیاتو او اخلاق پوهنه کې ترټولو دسترې محکمې لقب ورکول شوی دی ، موږ خو ظاهرا وایو چې دنړیوالو نظامونو قضایه قواوو په نړۍ کې دعدالت ستنې ټینګي کړي او دحق تلفي مخنیوی یې کړی ، خو که حقیقت ته وکتل شي دانظر سم /ژور نه دی ، په حقیقت کې همدا دوجدان محکمه ده ، چې بشریت یې له سترو جرمي کړنو او بي عدالتیو څخه ژغورلی دی ، که چیرې بشریت په یومخیز ډول دغه محکمه په رسمیت نه پیژندلی ، نو بیا به بشري نړۍ هیڅکله تردې مهاله نه وای رارسیدلې ، بلکې لادوخته به دوحشت په ګرداب کې غرقه شوې وه .

له ستراتیژیک اړخه په نظام کې دبحران ترټولو ویجاړونکی حالت دا نه دی ، چې قاضیان په رشوت روږد شي ، یا هیواد داداري فساد لومړی مقام وګټي ، بلکې حقیقي بحران دادی ، چې فسادتراداري پولو واوړي ، او دوجدان محکمې ته سرایت وکړي ، دانو په رښتیا بدناموونکی او خطرناک حالت دی ، چې دنظام اعتبار او دبقاء تضمین په صفر کې ضربوي .

له بده بخته به ووایو چې همدا اوس دکرزي صاحب دنظام دڅلور ګونو قواوو په کړنو کې داسې څرکونه ترسترګو کیږي ، چې فساد په دولتي جوړښت کې نور هم تسرب کړی ، او په اصطلاح له ظرف څخه مظروف ته ننوتی ، او بالاخره یې دوجدان محکمې ته لاره موندلې او اخلاقي بدنامۍ یې زیږولي دي .

مطبوعات دنظام څلورمه قوه بلل کیږي ، تیره ورځ مې دخدمتګار ورځپاڼې یوه مقاله لوسته چې عنوان یې وو( طالبان بیرته خپلو پخوانیو دښمنانو ته ورغاړې وځي ) دمقالې په لومړۍ کرښه کې دطالبانو دویاند څخه په نقل لیکل شوي وو (طالبان وايي، د اساسي قانون پنځه نوي فیصده ملاتړ کوي او که د ټاکنو په قانون کې بدلون راشي، دوی به هم په کې برخه واخلي. وسله وال طالبان او د کوټې شورا د فرانسې په پایتخت کې راتلونکې جوړېدونکې ناستې ته هیله من دي ) خدمتګار وروسته دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد څخه په نقل اضافه کړې چې (له موږ سره په خبرو اترو کې دغو قومونو په افغانستان کې د حاکم حکومت پر وړاندې دښمني ښودلې ده، له شک پرته به دغه شان ناستې روانې وي. موږ به دغو هڅو ته دوام ورکړو، چې د کرزي مخالفو ډلو سره خپلې اړیکې ټینګې او لا پسې پراخې کړو. موږ د اساسي قانون پنځه نوي فیصده ملاتړ کوو او که د ټاکنو په قانون کې بدلون راشي، موږ به هم ګډون وکړو)

که تاسو دقیق واوسئ داخبرې دطالبانو له اړخه تریوه حده نوي او جالبې دي ، نوځکه یې ماهم دطالبانوله ویاند ښاغلي مجاهد نه پوښتنه وکړه ، چې آیا رښتیا همداسې ده ؟ ذبیح الله مجاهد په ځواب کې راته وویل ( دا خو په ځای پریږده چې موږ دې داسې اظهارات کړي وي ، بلکې زه به لا دا ووایم چې زما په ټیلفون کې دخدمتګار ورځپانې دهیڅ استازي یا خبریال نمبر هم نشته ، ترڅو مې ورسره اړیکه نیولې وي ، ښایي زموږ دبریښنایي ادرسونو په لست کې ددې ورځپاڼې ایمیل ادرس وي ، موږ خپلې ټولې بیانیې رسنیو ته په یوځایي ډول لیږو ، نو که موږ دې ورځپاڼې ته کومه اعلامیه لیږلای شاید نوروته هم رسیدلي وای ، مګر حقیقت دادی چې خدمتګار سوچه دروغ ویلي ، او زموږ په استازیتوب یې له ځانه خبرې کړي دي )

که دکابل حکومت دمطبوعاتي ځواک دیوه جزء په حیث دخدمتګار لوړه کړنه تر اخلاقي ذره بین لاندي ونیسو په څرګنده دوجدان محکمې ته دفساد دسرایت بیلګه په لاس راکوي .

فرض کړئ دخدمتګار چلوونکی له ذبیح الله مجاهد سره هیڅ اړیکه نه لري ، مګر بیا هم قلم رااخلي اود ذبیح الله مجاهد له جانبه په دروغو په سپین کاغذ لیکي چې : موږ د اساسي قانون پنځه نوي فیصده ملاتړ کوو او که د ټاکنو په قانون کې بدلون راشي نو . . . په دامهال دانساني فطرت موافق د وجدان قاضي په اتومات ډول په لیکونکي غږ کوي ، چې ولې داسې کوې ظالمه ، که خلک ناخبره دي زه خو شاهد یم ، چې ته دطالبانو له ویاندسره هیڅ شناخت او اړیکه نه لرې او نه درته هغه په دې اړه څه ویلي دي . . . دوجدان دمحکمې قاضي په لیکونکي همدا چیغې وهي ، او په بي شرمۍ او دروغو یې تورنوي ، خو لیکوونکی چې درواني فشار له امله یې قلم په ګوتو کې ریږدي ، دوجدن چیغې نااوریدلې بولي ، او خپلو دروغ لیکلو ته دوام ورکوي . . . وجدان بیا په خوځښت راځي ، لیکونکي ته وایي ګوره لږ شرم په کار دی ، که له خلکو دې ځان پټ کړی زه خودې پیژنم چې دروغجن یې ، زه به کله هم تاته بښنه ونه کړم ، بلکې دخپل عدالت په تله کې به دې دسپکې بڼکې په تول وتلم . . . خو لیکوونکی چې داځل دوجدان له ډیر خوځښت او شورماشور نه په تنګ کیږي ، او لیکنه ترې بې تولې کیږي ، په ډيره غوسه قلم غورځوي او وجدان ته په لړزیدلي غږ ځواب ورکوي ، تا لا څه له ځانه نوشیروان عادل جوړ کړی ، چې ما په خپله پریکړه او عدالت ویروي ، ته ( وجدان ) به څه یې او محکمه به دې څه وي !!، دلته چې دفساد په مخنیوي کې عبدالجبار ثابت خپل ثبات له لاسه ورکړ او ډبول یې وخوړل ، نو ته خو هیڅ اجرایوي توان هم نلرې ، او یوازې مو په اخلاقي توبیخ ډاروې ، ورک شه چې بیا دې غږ وانه ورم . . . په دې مهال دلیکونکي انساني وجدان له غرېوه ډکیږي او دوروستۍ خبرې او ګیلې په دود لوستونکی په غوږ وهي او په تلوتلو کې وایي . . . زه دومره ضمیرپلورونکی او بې حیثیته نه یم چې په داسې حالت کې به بیا هم خپلې دندې ته دوام ورکړم . . . زما په وظیفه او محکمه کې زر ، زور او تزویر نه چلیږي ، او که چیرې زه خپل حیثیت په خطر کې ووینم . . . نو بیا زه یوه شیبه هم هلته نه ایساریږم او سمدستي خپله استعفاء وړاندې کوم . . . زه خو څه قاضي ظهورالدین نه یم چې یوازې به مې خدعې او رشوت ته اړولي وي ، زه یوازې درښتیني عدالت تامین غواړم . . . خو داچې دلته زما غږ زیندۍ کیږي او زما په محکمه کې هم فساد رائج کیږي نو زه لاړم نور تاسو پوه شئ ، دروغ مو پوه شه او فساد مو پوه شه !!!

وایي وجدان یوازې یوځل شکست خوري ، او داداسې محکمه ده چې علی البدلیة له عدالت او فساد پرته دریم څه په کې نه چلیږي ، کله چې له دې محکمې نه عدالت کډه کوي نو ځای یې په اتومات ډول فساد نیسي ، په دې مرحله کې نو بیا دوجدان دفاسدې محکمې مثال عیني داسې دی لکه دقاضي ظهورالدین محکمه ، یعني په دې صورت کې بیا محکمه دعدالت پیلامه نه بلکې دهرې ګندګۍ ، فساد ، ظلم ، حق تلفي ، دروغو او دوکې منبع بلل کیږي ، په دې محکمه کې به بیا لونګۍ غوا خوري ، او دطالبانو مطبوعاتي استازیتوب به دذبیح الله مجاهد په ځای دخدمتګار خبرلیکوونکی کوي . . . الله تعالی مو دې له داسې حالت څخه ساتي ( آمین )