کور / تازه خبرونه / طالبان په کابل کښي دسولي دغونډي دګډون په اړه غور کوي

طالبان په کابل کښي دسولي دغونډي دګډون په اړه غور کوي

په افغانستان کښي دملګرو ملتونو دیونما دفتر وايي چي طالبان په کابل کښي دسولي په یوه غونډه کښي دګډون په اړه غور کوي. ویل سوي دي چي دغه غونډه دیونما له خوا په کابل کښي جوړیږي او دافغان دولت داستازو په ګډون دمخالفوسیاسي ګوندونو مشران او استازي هم ګډون په کښي کوي. دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي دغونډي دڅرنګوالي په اړه غور کوي چي که چیري داغونډه دملت داستازو ترمنځ دخبرواو څېړني غونډه وي، ښايي دوی هم خپل استازی ورته ولیږي. مجاهد زیاته کړه چي تراوسه یې دافغان حکومت یا یونما له خوا رسمي بلنه نه ده ترلاسه کړې. دیو بل خبر له مخي، ملګرو ملتونو هم ویلي چي دوی به دهغو طالب مشرانو دسفر بندیزونه ایسته کړي چي دسولي په خبرو کښي ګډون کوي.