کور / تازه خبرونه / په مچ بولان کې ٣ تنه وژل سوي، ١٤ ژوبل سوي او ٢ تښتول سوي دي.

په مچ بولان کې ٣ تنه وژل سوي، ١٤ ژوبل سوي او ٢ تښتول سوي دي.

په بلوڅ مېشته سيمه بولان کې وسله والو پنجاب ته پر لاره د سورليو پر بسونو ډزي کړي، چې په پايله کې يې د يو ژورناليست په شمول درې تنه وژل سوي او څوارلس نور ژوبل سوي دي.
د بولان سيمې ليويز چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په شپه ناوخته د بولان په مچ سيمه کې ناڅرګنده وسله والو له کوټې پنجاب ته روان د سورليو په دوو بسونو ډزي وکړي، چې په نتيجه کې يې د يو سيمه يز ژورناليست په شمول درې تنه ووژل سول او څوارلس نور ژوبل سول. د دوى په وينا وسله والو دوه تنه تښتولي هم دي. ياد بسونه له کوټې صادق اباد او لاهور ته پر لاره وو، چې تر بريد لاندي راغله.
يو لېويز چارواکي نيازاحمدرسنيو ته وويل چې پېښه په ګېتاني سيمه کې رامنځته سوې ده. اود جمعې په سهار يې د تښتول سويو دوو تنو مړي هم موندلي دي. بريد کوونکي پر موټر سايکل سپاره وو، چې له پېښي سمدستي وروسته په تېښته بريالي سوي دي. ژوبل سوي زياتره د پنجاب اوسېدونکي دي. او د مچ روغتون ته وړل سوي دي، چې د زياترو حالت د اندېښنې وړ ښوول سوى دى.
مچ بولان د ايالت يوه له ناامنه سيمو څخه ده، او تر دې وړاندې هم په کې دغه ډول پېښي رامنځته سوې دي. په ياده سيمه کې تېره اوونۍ د ايالتي وکيل ميربختيارډومکي پر قافله وسله والو راکټي بريد ترسره کړى وو، خو نوموړي ته په کې زيان نه وو اووښتى.
د پېښي په هکله پلټنې دوام لري.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail