کور / تازه خبرونه / هلمند : د پاکو اوبو رسولو يوه شبکې په کار پيل وکړ

هلمند : د پاکو اوبو رسولو يوه شبکې په کار پيل وکړ

د هلمند په نادعلي ولسوالى كې د پاكواوبورسولوشبكه گټې اخيستنې ته وسپارل شوه
ياده شوې شبكه د چهارشنبې په ورځ په نوموړې ولسوالى كې د هلمند د والي الحاج محمد نعيم،د كليوبيا رغونې اوپرختيا وزارت معيين محمد طارق عصمتى اوددې ولسوالى د مسؤلينولخوا د يولړمراسموپه ترڅ كې د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم د خپلې لنډې وينا پرمهال وويل چې د اوبوياده شوې ذخيره درى متره لوړوالى اوپه يوه وخت ۴۵ متره مكعبود اوبوځايولوظرفيت لري چې د كليوپراختيا اوبيارغونې وزارت د سيمه ايزې پراختيا د پروگرام لخوا د څه باندې ۱۶۰ زره امريكايي ډالروپه لگښت د تيرولسومياشتوپه اوږدوكې جوړه اود چهارشنبې په ورځ گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړي په وينا چې له دې شبكې څخه به ددې ولسوالى شاوخوا څلورزره كورنى په يوه وخت كې گټه پورته كوي.
هغه وويل چې دولت ژمن دى چې ددې ولايت په كليواوبانډوكې په هراړخيزه توگه خلكوته بيلابيل وړخدمتونه وړاندې ترڅوخلك له آرامه اوهوسا ژوند څخه برخمن شي.
د يادونې وړده چې ددې پروژې مالي لگښت د ډنمارك هيواد لخوا وركړل شوى اودامهال په دې ولايت كې بيلابيلې پرمختيايي پروژې پرمخ روانې دي.