کور / هراړخیز / پنځلسم ليک

پنځلسم ليک

نن اتمه ورځ ده چي زه له تا ليري په روغتون کي بستري يم. اې بې رحمي! ايا ته نه پوهېږې چي دا دولس فرسخه لار چي زما نفس يې را وكېښ ما يوازي ستا د ښايستو زلفو په خاطر ووهله مګر ته تر اوسه په دې پوهېږې که نه چي ستا زلفو زما څخه روح وكېښ؟ ايا ته په دې پوهېږې چي ستا لوړ قامت او جګي ځوانۍ نږدې ؤ، زه د بلي نړۍ مېلمه کړى واى ؟.

ته څنګه کولاى سې چي ما د مرګ او ژوند پر دې دوه لاري او ومرګ ته نږدې په دې توره تياره کي يوازي پرېږدې او خپله مهرباني زما څخه و سپموې؟

فرنګسيس! زه نه پوهيږم چي په بدبختى کي کوم راز دى چي تر نېکمرغى ښه خوند را کوي، نه پوهېږم چي ولي بدبختان له خپلي بدبختۍ سره مينه لري او نه سي کولاى چي لاسونه له هغې څخه پرېولي، زه هم نه سم کولاى چي له خپلي بدبختۍ څخه سترګي پټي کړم. بد بختي زما د ژوند لپاره ضروري ده بلکي دا زما د ژوند يوه برخه ده او که چيري ښه په بې خارۍ سره و وايم، همدا بدبختى ما ژوندى ساتي .

اې هغو کسانو چي له خپلو چيغو سره مينه لرئ!اې هغو کسانو چي د خلقت د خالق په لاس د ږغېدونکي کراري موسيقي څخه خوند اخلئ !اې هغو کسانو چي د بلبل له هغو نغمو سره مينه لرئ کوم چي د پسرلي د غوړيدلو تازه ګلانو پر سر يې سر کړي وي!اې هغو کسانو چي ستاسو لمن له اوښکو وچولو سره اشنا ده! اې هغو کسانو چي د ماتو سوو او سوځېدلو زړونو له اهونو او فريادونو څخه خوند اخلئ!

دغه دي هغه نغمې چي تاسو يې په لټه کي ياست. دا چيغي په هغه رنګ لړلي دي کوم چي تاسو يې په تمه ياست، دا هغه سوځوونکي نارې دي چي ستاسو د زړونو پردې لړز وي .

سلام پر تاسو اې هغه اوښکو چي د دې ليک ځيني کرښي به له ځانه سره يو سئ، سلام پر تاسو اې هغو ګوتو چي زما دغه ليک به په لړزه لړزه نيسئ،قربان تر تاسو اې هغه نازنينو سترګو چي د دې ليک په ويلو به ستاسو په مجمر کي د اوښکو اوبه را ټوليږي، صدقه تر تاسو اې سوځوونکو چيغو چي د دغه ساده او له اوره ډکو کليمو شاته پټي ياست او سلام پر تا اې سوځوونکى اوره چي په دغه الفاظو کي نغښتى ئې! اوه، بخښنه غواړم راڅخه هېر سو، سلام پر تا يې هغه زړه چي د دې ليک په ويلو به و سوځې!

زما درنې فرنګسيس! د دې ليک له ليکلو څخه زما يوازنى هدف دا دى چي که چيري تا تر ننه د کوم چا په خاطر له ځانه سره اوښکي ساتلي وي نو نن له هغو څخه يوه زما په خاطر وڅڅوه. که اوښکي نلرې نو بيا که چيري دي يو وخت زړه د يو چا په خاطر په خپګان کي را ګير سوى وي، نو يو ځل بيا دي د دې ليک په لوستلو سره يوازي د يوځل لپاره دي د زړه ايله يو ضرب زما په خاطر خواشينى که.

اه، کاش چي ته پوهېداى چي زه د نيمي شپې له دې فريادونو،آهونو او چغارو سره څونه مينه لرم؟ زه څونه د دې خواشينوونکو اوازونو په اوريدلو چي د ازادۍ لپاره يې کوي، خوشاله کيږم،زه نه پوهېږم چي خداي(ج) ولي زما زړه له دې ډول شيانو څخه په خوند اخيستلو مجبور کړى دى؟ په دې مي هم سر نه خلاصيږي چي ولي يې زما د زړه تار او بود د دې بدبختيو سره ګڼدلى دى؟ فرنګسيس! زه څونه خوشاله کېږم چي بدبختان ټول پر ما راټول سي،خپل بدبخت ږغونه زما له ږغ سره يوځاى کړي او يو بدبخته سندره ځني جوړه کړي.

اې زما لمر مخي ښاپيرى!

ته له دې سره مينه لرې چي د ځان په څېر ښايسته همدم ولرې، زه هم له دې سره مينه لرم چي د ځان په څېر بدبختان پر ځان راټول کړم .

اې د نړۍ بدبختانو! را ټول سئ ،خپله بدبختي مو وواياست، راسى چي خپلي بدبختۍ سره اندازه کړو تر څو روښانه سي چي ستاسو بدبختي ډيره ده که د دې ليک د ليکونکي(زما).

اې هغو کسانو چي په دې نړۍ کي اوسېږئ! ټول ځانونه زما په څېر بدبخته کړئ،بد بختي د خلقت ښکلا ده. تاسو په دې نه پوهېږئ چي دا بهانده سوځوونکي اوښکي له ځانه سره څونه خوند لري، زما يوازنۍ خوښي هغه وخت ده کله چي مي ژړلي وي.

سلام پر تاسو اې ملغلرينو څاڅکو چي د دې ليک د ليکلو په وخت کي زما د سترګو په مجمر کي را ټولي سوي ياست! وڅڅيږئ، و څڅيږئ، ارمان مو په زړه کي مه پرېږدئ، پر دې تروو څاڅکو بخل مه کوئ، تاسو د دې الفاظو ځاى ناستي ياست. که چيري دا توري په تاسو و نه مينځل سي نو تاسو به هغه بې مانا تورو ته ورته سئ چي تر شا هيڅ هدف نلري او هغه باران ته به ورته سئ چي د مني په منځ يعني خزان کي و اوريږي، نه څه را شنه کړي او نه د چا په درد وخوري .

فرنګسيس! زه نه پوهيږم چي څنګه خپل ليک په اوښکو پرېولم او نه پوهېږم چي زه مي د بد بخته ژوند بدبخته داستان څنګه په دې کرښو کي ځاى کړم. په دې مي هم سر نه خلاصيږي چي زه مي ولي د ژوند له بدبختو خاطرو څخه خوند اخلم . ښه، زه له خپلي بدبختۍ سره ولي مينه لرم؟.

بدبختي زما روح ته ځلا ورکوي. زه په دې پس پاته نړۍ کي له هيڅ شي سره مينه نه لرم او نه زه له هيڅ شي څخه وېره لرم .

زما نيکمرغي هغه وخت ده چي ټول خلګ د ځان په څېر بدبخته و وينم ترڅو و توانېږم چي ټول خلګ د ځان په څېر بدبخته کړم، زه د بدبختۍ پېغمبر يم، هر څونه چي مي امت ډيريږي، زه هغونه سر لوړى کيږم. زه د طبيعت زړه سوځوونکې نغمه يم. هرڅونه چي له سوزه ډکيږم او خلګ ژړوم، هغونه خوشاله کېږم او زه د شرابو يو ګوټ يم چي هر څونه ډير خلګ مستوالى سم، هغونه دروندېږم .

اې د بلبل فرياده! اې د بورا ستي کېدلو!اې د شمعي ويليدلو!اې زړه ماتو نارو او چغو!اې د نيمي شپي ژړاوو!ې د ستم ځپلو خروښه! اې د لمر لويدو اذانه ، اې د زړه ماتوونکي موسيقۍ دروند ږغه! او اې هغه ټولو بدبختيو چي انسان بدبخته کوئ! تاسو بايد ټول پر ما را ټول سئ! زه ستاسو پېغمبر يم او تاسو زما تل پاتي او هميشني فرمانبرداران. هره کرښه چي زه يې ليکم، تاسو يې و ژباړئ،هره چيغه چي زه تر خوله باسم، تاسو يې په خپلو غمجنو درنو او ساده پردو کي تر خلګو ورسوئ.

زما درنې فرنګسيس! زما د بدبختۍ لمړى ورځ هغه ورځ وه چي زه له موره و زېږېدم، زما خو خپله نه ياديږي چي څنګه مي د لمړي ځل لپاره د ژوند په دې غم کده کي لمړى قدم کښېښووى مګر هغي زړې بوډى چي زما د ټولو بدبختيو شاهده او زه يې له برکته تر دې ځايه را رسيدلى يم او د ژوند ټول پسرلي مي د هغې پر پاکه لمن تېر کړي دي ، څو څو واره راته ويلي دي چي زه څنګه دې نړۍ ته راغلم؟

څونه به ښه واى چي د بدبختۍ دا مرحله مي خپله هم ليدلې واى،څونه به ښه واى چي ما دا بدبخته پخپلو سترګو ليدلى واى چي دا بدبخته چي د نابودۍ پر لور ګام ږدي څنګه زيږيدلى دى.

اې هغې تيارې شپې! کاشکي چي ته دکائيناتو په کتاب کي نه واى ليکل سوې او کاشکي چي زه ستا په لمن کي نه واى زېږېدلى، کاشکي ستا پر ځاى په هغه کتاب کي يوه توره نقطه د نيست او نه شتون په مانا ايښودل سوې واى.

هغې سپين سري بوډۍ چي له څېرې يې د تيرو کړاونو نښي ښکارېدې، ماته کرار کرار داسي وويل:

زه د شپې له موره و زېږېدم. درې ساعته له ماخوستنه وروسته، دوه ساعته تر سپيده دم مخکي، تر څو ورځ سي، ښايي هغې تيارې شپې په خپل شوم ږغ په ناولي اواز کرار کرار ويل چي زه په دې نااميده شپه کي يوداسي نااميده زېږوم چي تل به د خوښۍ او اميد له ښايسته سهاره فرسخونه فرسخونه ليري وي او په هغه شپه د دې نوي زيږېدونکي (زما) ښه راغلاست و يوونکي يوازي زما د مور زړه بوږنوونكي چيغي وې چي زما د بدبختۍ د پيلېدو مبارکي يې را کول او په هغه شپه يوې غمجني سيمفونى په غم انګيز ترنم په جار جار کائيناتو ته د يوه نوي بدمرغه د راتلو زيرى وركاوه.

او ويل يې :

اې د کائيناتو بدمرغو! ستاسو پېغمبر و زېږېدى. د بدبختۍ ډلي ته يې بلنه ورکول چي زما شاوخوا خپله پهره ولګوي،د نااميدى له کورنۍ څخه يې هيله کول چي زما د ښه راغلاست لپاره په احترام و دريږي ،له بده مرغه چي هغوى هم دا بلنه پرته له کوم ځنډه ومنله .

هغه د نيمي شپې ميلمستيا ومنل سوه،اې زما د بدمرغيو کوربه! ته چيري يې چي زه دي په غيږه کي ونيسم؟

زه له هغې لمړۍ ورځي چي لا په ازل کي وم، د بدبختانو نماينده وم. کلونه بلکي پېړۍ ما د بدبختۍ درسونه هم هلته په لافاني نړۍ کي دې او هغه ته ور کول تر څو د نيستى د نړۍ خلګ زما څخه په تنګ سول او زه يې له خپلي نړۍ څخه و شړلم او د هستۍ د نړۍ بنديوان يې کړم. په دې وخت کي طبيعت زه تر لاس نيولى د هستۍ نړۍ ته را وستم او دلته يې د لنډ وخت لپاره و ټاکلم تر څو د لنډي مودې لپاره دلته خلګو ته د بدمرغۍ درس ورکړم. زما دنده ښايي دلته ډيره لنډ مهاله وي او زه به ډېر ژر بيرته د خپل مقر پر لور ستون سم او هلته به يوځل بيا خپله دنده پيل کړم .

راسئ اې اسماني پرښتو! راسى اې علوي مرغانو! راسى اې خدائي لښکره! راسئ ما وګورئ چي زه تر بل هر وخت اوس څونه په خپله دنده کي ځلېدلى يم ، زه دلته په څونه کاميابۍ توانېدلى يم چي خپلي سوځوونکي چيغي چي پر هستۍ پيل او نيستۍ پاى ته رسيږي، په خلګو واوروم. و ګورئ چي دا د خوښۍ او خوشالۍ څخه خالي سراى ما څنګه له بدبختۍ او بدمرغۍ څخه ډک کړى دى.

فرنګسيس ايا ته به پر دې بدبخته مهربانه سې؟.